ترکیې د اروپا د پارلمان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د اروپا د پارلمان لخوا منل شوی  د ترکیې د ۲۰۱۸ کال راپور په اړه سخت غبرګون وښود.

1163064
ترکیې د اروپا د پارلمان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  دا راپور  د ترکیې لپاره د ذرې په اندازه ارزښت  او قیمت نلري.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا پدې په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې راپور په ټولې معنا سره  یو پلوی  او د حقیقت نه په کامله توګه لرې  جوړ شوی دی. د همدې امله  دا راپور  د ترکیې لپاره د ذرې په اندازه  اهمیت او ارزښت نلري.

بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د ترکیې د ۲۰۱۸ کال  راپور  چې د اروپا د پارلمان لخوا هم  منل شوی دی  د ترکیې کوم اهمیت نلري. د اروپا پارلمان ددې ډول یو پلوه  او د حقیقت نه لرې  د راپورونو د منلو پر ځای باید د ترکیې سره  اړیکو  او ډیالوګ ته  وده ورکړي.

د بله پلوه  د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند  ویاند عمر چیلیک  هم  د نوموړي راپور په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې د ۲۰۱۸ کال د راپور د منلو په غبرګون کې وویل

« د اروپا د پارلمان لخوا د داسې  یو راپور  چې  په اروپايي ټولنې  د ترکیې سره د غړیتوب د مذاکراتو د ځنډولو  غوښتنه کړې ده منل زمونږ  لپاره د ذرې په اندازه  اهمیت  او اعتبار نلري.»

هغه  ویلي دي چې  دا بې اعتباره  پریکړه  ددې ښکارندويي کوي چې د اروپا پارلمان اوس په کامله توګه د ښې اړخه افراطي ډلو  لاسته غورځیدلی  او پکې افراطي اډیالوژي حاکمه شوې ده . اروپا پارلمان د ډیموکراتیک ، عادل او رڼو پریکړو نه د ملاتړ نه وتلې ده . د اروپا پارلمان  اوس  د ښې اړخه افراطیانو له پنجرې نه  د نړۍ په اړه پریکړې کوي.

هغه ویلي دي چا چې دا راپور  جوړ کړی  دی  ټولې نړۍ ته په ډاګه ده چې د ډیموکراسۍ نه  لا زیات  د ترهګرو  سره  نږدې والی  او نږدې اړیکي لري.

پداسې حال کې  چې  د اروپا پارلمان  په خپلو سالونو او دهلیزونو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د انځورونو ګالري او نندارتونو ته  اجازه ورکوي، د ترهګرو نه ښکاره ملاتړ څرګندوي نو بیا   په کوم مخ  د ترکیې پر ډیموکراسۍ  نیوکې کوي.



اړوند خبرونه