ترکیې د ایران د چابهار په ښار کې د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده.
ترکیې په ایران کې پر پولیسو ترسره شوی برید وغنده
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د ایران په سویل ختيځ کې د سیستان بلوچستان ولایت د چابهار په ښار کې د پولیسو په مرکز د خونړي برید چې په پایله کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ.
ترکیه دا منفور برید په کلکو ټکو غندي. په برید کې د وژل شوو کسانو لپاره د الله د دربار نه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او د ایران ملت او حکومت ته د صبر جمیل غوښتنه کوو او د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
د یادولو وړ ده چې پرون د ایران په ځايي وخت د سهار د ۹ نیمو بجو په شاوخوا کې د سیستان بلوچستان ولایت د چابهار په ښار کې د پولیسو په مرکز د موټر پر مټ برید وشو چې له امله يي ۴ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپيان شول.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.