د ترکیې او فلسطین مشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان او محمود عباس د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

1088896
د ترکیې او فلسطین مشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د فلسطین  د دولت رئیس  محمود عباس سره  ټيلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  د فلسطین د دولت رئیس  محمود عباس  ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټيلیفوني تماس په ټینګولو سره  د غزې د وروستیو حالاتو په اړه يي ورته معلومات ورکړل.

همداشان  دواړو مشرانو  د غزې په وروستیو پرمختګونو  خبرې  او د نظر تبادله وکړه.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو  کې  د فلسطین د خلکو او دعوا نه  د ترکیې ملاتړ  یو ځل بیا اعلان کړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د فلسطین د خلکو نه خپل ملاتړ ته  دوام  ورکوي.



اړوند خبرونه