ترکیه  د دفاعي صنایعو په برخه کې  پرمختګ ته دوام ورکوي.

ترکیې داځل د عقاب په نامه پرته د چلوونکي کوچنی ټانک جوړ کړ

985627
ترکیه  د دفاعي صنایعو په برخه کې  پرمختګ ته دوام ورکوي.

ترکیه  د دفاعي صنایعو په برخه کې  پرمختګ ته دوام ورکوي.

د ترکیې د دفاعي صنایع شرکتونه د دفاعي صنایعو د مشاوریت سره په همغږۍ کې  د امنیتي ځواکونو د اړتیا په مطابق  د پرمختللې تکنالوژۍ په تولید سره  د امنیتي ځواکونو  طاقت او توان د هرې ورځې په تیریدو سره  لا پياوړی کوي.

د ترکیې  د دفاعي صنایعو شرکتونو  لخوا جوړ شوی   د عقاب  په نامه  بې چلوونکی  کوچنی  ټانک   چې  د ترکیې د عسکري الکترونیک صنایع شرکت  اسلسن  لخوا په وسلو سمبال شوی دی د حرکت، مانور  او وسلو د انداخت توان  او قابلیت يي په بریالیتوب سره  وازمایل شو.

د ویلو ده چې  عقاب  په هر ډول شرایطو  او  کنډو او ژورو کې  د امتحان نه په بریالیتوب  سره تیر شو. د عقاب په نامه پرته د چلوونکي  کوچنی  ټانک  د دندې  لپاره  چمتو  دی.

د ویلو ده چې  دا کوچنی  ټانک  د بې پيلوټه الوتکو په څیر  د لرې سیمې نه د کنټرول په واسطه  په جګړه کې  ګډون ته  چمتو  دی.

نظامي کارپوهانو په وینا  د عقاب په نامه  دا  کوچنی ټانک  په ځانګړې توګه په امنیتي مراکزو، د ښار په دننه  او بهر کې په عملیاتو کې  د پرسونل د امنیت د ټینګولو په خاطر  ډیر اغیز  مند او مفید  دی.

د ویلو ده چې  عقاب  د پرته د چلوونکي  د مځکنیو سیستمونو ترمنځه  پيشګامه  او بې پرې  دی.

د ویلو ده چې  د عقاب تولیدونکي  شرکتونه  نړۍوالو بازارونو ته د لار موندنې  او نړۍ ته  د عقاب معرفي کولو ته  تیاری نیسي.

د یادولو وړ ده چې  د عقاب پرته د چلوونکي  کوچنی ټانک  به  د جون په ۱۱ نیټه په پاریس کې جوړیدونکی  د دفاعي صنایعو په نړۍوالو نندارتون کې  نندارې ته وړاندې شي.



اړوند خبرونه