اردوغان : د اسراییلو او امریکا سربیره په هغو هیوادونو چې د غزې په قتل عام يی سترګې پټې کړي لعنت وایم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د اسراییلو لخوا پر فلسطینیانو  په روان ظلم  او عام وژنو  او پدې  عام وژنو  په سترګو پټونکو لعنت  وایم.

970968
اردوغان : د اسراییلو او امریکا سربیره په هغو هیوادونو چې د غزې په قتل عام يی سترګې پټې کړي لعنت وایم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د اسراییلو لخوا پر فلسطینیانو  په روان ظلم  او عام وژنو  او پدې  عام وژنو  په سترګو پټونکو لعنت  وایم.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  دا څرګندونې  په لندن کې  ترکي  محصلینو ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د امریکا لخوا بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقالولو  او پرانیستو په ورځ  د اسراییلو لخوا د لسګونو تنو بې ګناه او مظلومو  فلسطیني وګړو  د شهیدولو  په غبرګون کې وویل « اسراییل د دولت په کچه  ترور  کوي. اسراییل  یو ترهګر او تروریست  دولت  دی. ترکیه به د فلسطین د خلکو نه  ملاتړ ته دوام ورکړي. »

ولسمشر اردوغان وویل « د اسراییلو لخوا په ناحقه توګه  وژل شوو ټول فلسطیني  شهیدانو ته  د الله د دربار څخه  د مغفرت او رحمت  غوښتنه کوم. پدې بریدونو کې  ټپي شوو ټولو  فلسطیني  ورورنو  ته  د عاجلې شفاء  غوښتنه کوم. »

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د فلسطین  د تیرې ورځې  په پيښو کې  ۵۸ تنه فلسطیني ورورنه  په شهادت رسول شوي او نږدې ۲۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. پدې ټپیانو کې د ځینو  ټپیونه  ډیر  خطرناکه دي  او  ډیری  ټپیانو ته   درمل  نه رسیږي.

ولسمشر اردوغان وویل « زه  پدې بشري  تراژیدۍ  چې مسئول  هر څوک  وي خوا امریکا  وي او که  اسراییل  لنعت   وایم. په هغه  کسانو هم  لعنت وایم  چې پدې انساني تراژیدۍ  او  قتل عام  سترګې پټوي  او او چپتیا غوره کوي. په هغه برخو غږ کوم  چې د نړۍ په هر ګوټ کې  دا ډول  پيښې رامنځته شي  او یا په ترکیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د وژل شوو  ترهګرو  له امله  زمونږ نه  د حساب  پوښتنه  کوۍ  نن  ولې د هغه  بې ګناه فلسطینیانو چې   په خپله خاوره او وطن کې  د یرغلګرو  لخوا په ډیره  بې رحمانه  توګه  په ناحقه توګه  وژل کیږي  پوښتنه نه کوۍ او غږ مو  ټپ شوی دی. زمونږ  هیواد ته راځۍ  او د لیدونو پر مهال  زمونږ  نه د ترهګرو  د وژلو  د حساب پوښتنه کوۍ  ، نن مو  ولې چپتیا غوره کړې ده . دم ګړۍ  اسراییل رسما  ترور  او جنایت  ترسره کوي. اسراییلو دولت  یو ترهګر  او تروریست  دولت  دی.   روانې پيښې  ددې خبرې  ښکاره مثال  او ثبوت  دی. »

ولسمشر اردوغان په امریکا د نیوکې سره وویل « به بده مرغه  امریکا متحده ایالتونو لکه څرنګه چې په سوریه کې د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جی ترهګرو ډلو نه ملاتړ کولو او کوي يي  نن  ورځ په همدې شان  د اسراییلو نه هم  ملاتړ کوي. اسراییلو  د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې  قتل عام  ترسره کړ  او دا لومړی ځل ندی چې دا ډول لوی  او بې رحمانه قتل عام ترسره کوي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ د ۱۹۴۸ کال راهیسې  اسراییل اشغال ته دوام ورکوي. دې ظالمانو د فلسطین  د خاورو  د اشغالولو سره  نن ورځ  فلسطین ته یو موټي په اندازه  خاوره پریښې. اوس غواړي چې د یوې موټي خاوره هم  فلسطینیان  وشړي او دا  هم اشغال کړي. اسراییلو  د بې ګناه  او ناحقه  فلسطینیانو  چې  ددوې د غیرې مشروع  پریکړو  او اشغال پر خلاف يي  غږ اوچت کړی وو  په ډیره ظالمانه  توګه د وژلو سره  خپله چټله څیره  یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  تیره ورځ  د نوموړي ستر قتل عام نه وروسته  د لومړي وزیر او نورو چارواکیو سره  د لیدولو کتنو نه وروسته  د ترکیې په توګه  د فلسطینی ورورنو سره  د خواخوږۍ  د ښکاره کولو په خاطر  په ترکیه کې درې ورځې ملي ماتم  اعلان کړ. ددې سربیره  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان  بیړنۍ غونډه  رابولو.

د جمعې په ورځ به  لومړی  د فلسطین په اړه فوق العاده غونډه وکړو او د ماسپخین نه وروسته به د استانبول د یني کپه  په میدان کې د اسراییلو  ددې ظلمونو پر خلاف د سلګونونو زرو تنو په ګډون لویه  غونډه وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  نن  به د ترکیې په ملي شورا کې د فلسطین په اړه  بیړنۍ غونډه  جوړه شي. ددې سربیره  د ملګروملتونو سازمان  ته به د بیړنۍ غونډې جوړولو بلنه ورکړو. د فلسطینی ورورنو سره  د خواخوږۍ د څرګندولو په خاطر به  د استانبول  لوی  میتینګ نه  وروسته  د یکشنبې پر ورځ به په دیارباقر ولایت کې هم  یوه ډیره  شانداره  غونډه جوړه کړو.

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان  د دوره يی مشر هیواد په توګه به د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې په اسلامي هیوادونو کې  د فلسطین د مظلومو خلکو لپاره د مرستو راټولولو کمپاینونه  جوړ کړو. پدې اړه لیکونه  لیکل شوي  او اړوند  هیوادونو ته استول شوي دي. سربیره  پر دې د جمعې د ورځې د لویې غونډې  او اسلامي همکاریو د سازمان د بیړنۍ غونډې په خاطر به   د یو پلو نه  شخصا  زه په خپله او د بله پلوه  به  د ترکیې لومړی وزیر ، د بهرنیو چارو وزیر  او د بهرنیو چارو وزارت  غړیو هیوادونو سره  تماس  ونیسو  او ټولو ته به پدې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړو.

د ترکیې  سرې میاشتې  هم  د غزې  روغتونونو ته د درملو په رسولو پیل کړی دی.

سربیره پر دې  د ترکیې د ناورین  او طبعي پيښو پر وړانډې د مبارزې ریاست  او لوی درستیزوالۍ په همکارۍ به  د غزې  ټپیان  د درملنې په موخه ترکیې راانتقال کړی شي.



اړوند خبرونه