اردوغان :بیت المقدس د فلسطین پلازمینه ده. دا یو نه بدلیدونکی حقیقت دی.
ولسمشر اردوغان پر امریکا ډیرې سختې نیوکې وکړې
![اردوغان :بیت المقدس د فلسطین پلازمینه ده. دا یو نه بدلیدونکی حقیقت دی.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6c39/9761/2223/5af92bee74371.jpg?time=1718410053)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ټینګار سره وایو چې بیت المقدس د فلسطین پلازمینه ده. دا یو نه بدلیدونکی حقیقت دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت القمدس ته د انتقالولو په اړه وویل « امریکا دا اقدام د انسانیت، حق، عدالت او حقانیت د شعور نه ډیر لرې او په ټکر کې دی. امریکا ددې اقدام سره د ملګروملتونو سازمان پریکړې او حتا خپلې لاسته راوړنې د خپو لاندې کړې. امریکا ددې ګام سره د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپل اعتبار او باور ته زیان رسولی او د اختلافاتو د حل په خاطر يي خپل منځګړتوب رول د لاسه ورکړی دی.»
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې امریکا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو سره نړۍوال حقوقو اساسي اصلونه ، د نړۍوالې ټولنې ازاده اراده او تاریخي او ټولنیز حقایق د خپو لاندې کولو سره یو ځل بیا دا ښکاره کړه چې دوې ته پاسنې ارزښتونه هیڅډول اهمیت نلري.
امریکا خپل سفارت بیت المقدس ته د انتقالولو سره په اصل کې د فلسطین خلکو ته چې د سولې واقعي غوښتونکي دي جزا ورکوي.
امریکا د خپلې دې پریکړې سره د فلسطین د خلکو د وطن او خاورې اشغالونکي، د محاصرې او غیرې قانوني کورونو په جوړولو سره د دوو دولتونو د حل لارې پر وړاندې خنډ جوړونکي ، په سیمه کې سوله او ثبات په ناممکنه مسلې بدلوونکي او په سیستماتیکه توګه د ملګروملتونو سازمان د پریکړو نه مننونکي او خپو لاندې کوونکي هیواد اسراییل نازولي او ستایلي دي.
تاریخي او بشري وجدان به زمونږ فلسطیني ورورنو سره دا بې عدالتي او ظلم هیڅوخت ونه بښي.
د فلسطین د ستونزې عادل ، بې طرفه او تل پاتې حل لاره د ۱۹۶۷ کال د پولو سره د یو خپلواکه او ازاد فلسطیني دولت چې پلازمینه بیت المقدس وي سره د امکان وړ ده .
ولسمشر اردوغان په خپور کړي بیان کې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه به د فلسطین دولت او دوست او ورور ملت هیڅوخت هم یواځې پرینږدي. د هغوې د پر حق دعوا نه به تل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ولسمشر اردوغان د بیان په پای کې د اسراییلو په حکومت غږ کړی دی چې په نن ورځ ډیر مسئولانه او اعتدالانه چلند وکړي. پدې حساسه ورځ کې د بې ګناه او مظلومو فلسطینیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر وروستې اندازې دقت او پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونه نن په بیت المقدس کې خپل نوی سفارت رسمآ پرانیزي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718410053)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718410053)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.