په ډنمارک کې د ترکیې پر سفارت د بوتلي بمونو  برید وشو.

په ډنمارک کې د ترکیې پر سفارت برید شوی

932476
په ډنمارک کې د ترکیې پر سفارت د بوتلي بمونو  برید وشو.

په ډنمارک کې د ترکیې پر سفارت د بوتلي بمونو ( مولوتوف کوکتیل )  برید وشو.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  دا برید  لږ تر لږه  د دوو تنو لخوا شوی دی.

په برید کې چاته  ځاني زیان ندی اوښتی.

د ډنمارک پولیسو  ویلي دي چې نن  د سهار په وختي ساعتونو کې  د ترکیې د سفارت پر ودانۍ  د بوتلي بمونو  ( مولوتوف کوکتیل )   برید وشو.

د ډنمارک  د پولیسو یو تن چارواکي  د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی  یواځې د سفارت د ودانۍ بیروني برخې ته  لږ زیان اوښتی دی.

هغه ویلي دي چې  د پیښې په اړه  تحقیقات پيل شوي دي او تر اوسه پورې د پيښې په اړه څوک  نیول شوي ندي.



اړوند خبرونه