ترکي ځواکونو په سوري مخالفینو د خونړي برید مخه ونیوله

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې ځانمرګی هدف ته د رسیدو نه مخکې وواژه.

905488
ترکي ځواکونو په سوري مخالفینو د خونړي برید مخه ونیوله

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې ځانمرګی هدف ته د رسیدو نه مخکې وواژه.

د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې د پ وای ډي ترهګر چې د عفرین په سیمه کې  د ترکیې په وسله والو ځواکونو او ازادې سوریې په سرتیرو  د ځانمرګیو بریدونو هڅه کوه  دا پلان يي هم  ناکامه  شو.

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د پ ک ک ترهګرې ډلې  یو ځانمرګی د چاودیدونکو توکو نه د بار موټر سره یو ځای  د ټانک  په توپ  د ویشتو سره  له منځه  یوړ.

د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند  د چاویدونکو توکو نه  بار یو موټر چې غوښتل يي  د ازادې سوریې  ځواکونو په مرکز  برید وکړي  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د تثبیت نه وروسته  د ټانک په توپ  وویشتل شو.

موټر لومړی  د پرمختللو کمرو سره  تعقیب شو  خو کله چې د ملکي میشتو استوګنځایونو نه لرې شو  د توپ په مرمۍ وویشتل شو.

ویل کیږي  د پيښې پر ځای کې لومړنۍ  نښې او نښايي ښايي ددې برید په پلان کې د داعش د پلان نه کار اخیستل شوی وو.

همداشان  دې مسلې  د داعش او پ ک ک  ترمنځه  قوي اتفاق هم  په ډاګه کړ.



اړوند خبرونه