د پ ک ک ترهګرې ډلې په جومات راکټي برید وکړ.

د سوریې له لورې په ترکیې راکټي بریدونه وشول

896547
د پ ک ک ترهګرې ډلې په جومات راکټي برید وکړ.

 د پ ک ک ترهګرې ډلې په جومات راکټي برید وکړ.

د پ ک ک ترهګرې ډلې  د سوریې د خاورې نه په ترکیې راکټي بریدونه وکړل چې یو راکټ په یو جومات  ولګید.

د ویلو ده چې  راکټ  د سوریې سره په پوله کې پروت د کیلیس ولایت  د چالک په تاریخي جومات  ولګید. پیښه  د ماښام د لمانځه پر مهال  رامنځته شوه. په پیښه کې دوه تنه شهیدان  او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.

د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د سوریې د خاورې نه راتوغول شوو دوو راکټونو نه یو په جومات  او بل د جومات په لس مترۍ کې  په یو کور ولګید.

د کیلیس د ولایت والي محمد تیکین ارسلان  خبري رسنیو ته وویل چې  د سوریې له لورې د راتوغول شوو دوو توغندیو نه یو په جومات  او بل  په یو کور  لګیدلي دي.

په جومات  د لګیدلي  راکټ له امله  دوو تنه شهیدان  او  ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دویم  راکټ کې  هم  درې تنه هیوادوالو  خفیف  ټپيان شوي دي. د پیښې ټپیان  سمدلاسه  روغتونونو ته انتقال شوي دي.



اړوند خبرونه