ولسمشر اردوغان د ولسمشر ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کوي

د ترکیې او امریکا ولسمشران نن د ټیلیفون په کرښه خبرې کوي

895685
ولسمشر اردوغان د ولسمشر ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن  د امریکا  متحده ایالتونو دونالد ټرمپ سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې کوې.

دا ټیلیفوني خبرې د امریکا په غوښتنه  ترسره کیږي. د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان  پرون  د فرانسې د ولسمشر ماکرون او د ورسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د سوریې په وروستیو پرمختګونو  او عفرین کې په روانو عسکري عملیاتو خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو  د خپل امریکايي سیال  ریکس ټیلرسن سره  د لیدنې نه وروسته  خبري غونډې ته وویل « امریکا ټینګار کوي چې د پ وای جي  ترهګرې ډلې سره  يي مرستې ندي کړي. ښاغلي ټیلرسن وویل چې  نن به  ولسمشر ټرمپ د ولسمشر اردوغان سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړي. د ټیلیفوني خبرو غوښتنه  د امریکا له لورې شوې ده  . د ټیلیفوني خبرو  ساعت او نیټه هم  معلومه شوې ده. »

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره  په ټیلیفوني خبرو کې  د سوریې په وروستیو پرمختګونو د پدې هیواد کې د ترکیې لخوا د پيل شوو عسکري عملیاتو په اړه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان خپل فرانسوي سیال ته د زیتون د څانګې د عسکري عملیاتو په اړه معلومات ورکړل  او وویل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي.

ولسمشر اردوغان  وروسته  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سوریې په وروستیو پرمختګونو او په عفرین کې  د زیتون څانګې په نامه د ترکیې په نظامي عملیاتو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان  دواړو مشرانو ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې ددې عملیاتو یواځنۍ موخه  سیمه  د پ ک ک ، پ وای ډي، وای پ جي او داعش ترهګرو ډلو نه پاکول  دي.

همداشان  ولسمشر اردوغان او پوتین  په سوچي کې جوړیدونکې د سوریې په اړه  د غونډې په مسلې هم  خبرې وکړې.

دواړو مشرانو  د سوریې د روانې ستونزې په سیاسي حل لارې او پدې اړه د موجودو ټولو خنډونو د لرې کولو په برخه کې په ګډه د همکارۍ ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه