د ترکیې د اغره په ولایت کې نږدې ۳۰۰ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول شول.
په سلګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې د اغره په ولایت کې نږدې ۳۰۰ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول شول.
د اغره ولایت د والي د دفتر د معلوماتو له مخې دا کسان په یو مساپر وړونکي بس او یوې لارۍ کې نیول شوي دي.
نیول شوي کسان د افغانستان او پاکستان وګړي دي خو ډیری افغانان دي.
د اغره ولایت د والي د دفتر لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې یاد شوي ولایت امنیتي ځواکونو د پلټنو په ترڅ کې په یو مساپر وړونکي بس او یوې لارۍ کې نږدې ۳۰۰ تنه ناقانونه کډوال ونیول .
امنیتي ځواکونو یو مساپروړنکی بس موټر چې د خپل ظرفیت دوه برابره کسان يي سپاره کړي وو ودرولو. په بس کې ۱۵۸ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
همداشان امنیتي ځواکونو په همدې ورځ یوه بله لارۍ ونیوله چې ۱۳۶تنه ناقانونه کډوال يي سپاره کړي وو.
امنیتي ځواکونو د بس او لارۍ چلوونکي د انسان د قاچاق په تور ونیول او عدلي ارګانونو ته تسلیم کړل. نیول شوي موټر چلوونکي د محکمې لخوا د انسان د قاچاق په تور زندان ته واستول شول.
د ویلو ده چې نیول شوي غیرې قانوني کډوال د یاد شوي ولایت د کډوالو د چارو ادارې ته سپارل شوي دي.
نیول شوي کډوال د افغانستان او پاکستان وګړي دي خو ډیری افغانان دي.
په نیول شوو کډوال کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.