اردوغان : هیڅوک ددې حق نلري چې ترهګر کلمې سره څنګ په څنګ د اسلام کلمه وکاروي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په امریکا متحده ایالتونو کې د اسلامي ټولنو استازو ته وینا وکړه.

811740
اردوغان : هیڅوک ددې حق نلري چې ترهګر کلمې سره څنګ په څنګ د اسلام کلمه وکاروي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په امریکا متحده ایالتونو کې د اسلامي ټولنو استازو ته وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  د یو شمیر برخو  لخوا  د ترهګرۍ کلمې  سره  د اسلام  د کلمې څنګ په څنګ  کارولو په اړه  سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه « د هغه چا نه چې د ترهګر د کلمې تر څنګ د اسلام کلمه کاروي پوښتنه کوم، تاسې په کوم  حق  د ترهګر د کلمې څنګ  د اسلام کلمه کاروئ.

نن ورځ د نړۍ په هر ګوټ کې  د مختلفو دینونو او عقیدو  پلویان  ترهګري  کوي، ترور کوي، خو له بده مرغه که چیرې د کوم مسلمان لخوا  داسې یو عمل ترسره شي  سمدلاسه ټول ورته  اسلامي ترهګر  یا اسلامي ترهګره ډله وايي. ایا تاسې تر ننه پورې  مسیحي ترهګر ، یهودي ترهګر، بودیست ترهګر  او د کوم بل دین او عقیدې  منصوب  د نوم ترڅنګ  د ترهګر کلمه  اوریدلې یا لیدلې ده ؟ نه .

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې نن ورځ په میانمار کې  د مسلمانانو  قتل عام روان دی. په میانمار کې  د روهینګیا مسلمانان  وژل کیږي او د خپل کور او کلو نه  په زور سره شړل کیږي. تر یو میلیون  ډیر  دا بې ګناه او مظلوم  مسلمانان  د ژوندي پاتې کیدو په خاطر  د بنګلادیش پر لورې روان  شوي دي او خپل کور او کلی يي پریښی دی. د ټولې نړۍ د سترګو پر وړانډې  دا  جنایت  ترسره کیږي. ایا  مونږ  یا  بل کوم چا وویل چې  دا کسان  د بودیستو  ترهګرو لخوا وژل کیږي؟ ایا  چا  د بودیست کلمې څنګ  د ترهګر کلمه  وکاروله ؟

زه  ددې ځایه  په هغه برخو چې  ځان  د بشري حقونو او ازادۍ  پالوونکي  بولي  غږ کوم، تاسې په کوم  حق  د اسلام  د کلمي ترڅنګ  د ترهګر کلمه  کاروۍ؟ ایا تاسې  نن ورځ  په میانمار کې بودیستانو ته  د ترهګر کلمه  وکاروله؟ نه. پس  اسلام په دین  ولې  دا  تهمت  لګوۍ.

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  د داعش ترهګره ډله  د اسلام سره  هیڅکوم تړاو نلري.

هغه وویل  چې « الله تبارک و تعالی پخپله په خپل کتاب قرانکریم کې فرمایلي دي ، که چیرې  څوک  کوم بې ګناه انسان  ووژني  هغه د ټول انسانیت  د وژلو په څیر  دی. زمونږ  دین  او قانون  دادی.

هر هغه څوک چې د دین او زمونږ  ددې قانون پر خلاف چلند کوي  هغه  د  اسلام سره  تړاو نلري. هیڅوک  ددې حق نلري چې  زمونږ  پاک  او سپیڅلي  دین  باندې  لکه  ولګوي  او د ترهګرۍ  ټاپه پرې ولګوي. هیڅوک باید  داعش ترهګره ډله  د اسلامي ډلې په توګه  یاده نکړي. ځکه چې دوې د اسلام او عقیدې نه لرې خلک دي.

هغه زیاته کړه چې د نړۍ په هر ګوټ کې  د هر دین  او مذهب پلویان  ترهګري  کوي خو هیڅوک  هغوې  د خپل دین او مذهب په نامه نه یادوي.»

ولسمشر اردوغان زیاته کړه « ایا  تر اوسه پورې  تاسې  د مسیحي ترهګر، یهودي ترهګر، بودیست ترهګر یا اتایست  ترهګر  په نامه  څوک  لیدلی او اوریدلی مو دی؟ ایا تر اوسه پورې تاسې  مسیحي ترهګره ډله، یهودي ترهګره ډله  یا  بودیسته ترهګره ډله  اوریدلې؟ نه . پس  نړۍ  دوې  په کوم  حق  ترهګرو د اسلام سره تړاو ورکوي.»



اړوند خبرونه