له قطره د ناراضه هېوادونو د غوښتنو لېست

د سعودي عربستان په مشرۍ د متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر هېوادونو چې د قطر سره يې ټولې ډيپلوماټيكي اړيكې شلولې دي، د اړيكو د بېرته نورمالېدلو لپاره يې د شرطونو يو لېست نوموړي هېواد ته سپارلى دى.

758674
له قطره د ناراضه هېوادونو د غوښتنو لېست

 

د سعودي عربستان په مشرۍ د متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر هېوادونو چې د قطر سره يې ټولې ډيپلوماټيكي اړيكې شلولې دي، د اړيكو د بېرته نورمالېدلو لپاره يې د شرطونو يو لېست نوموړي هېواد ته سپارلى دى.

د كويټ هېواد چې د قطر او ناراضه هېوادونو ترمېنځ د منځګړيتوب دنده لري، د شرطونو دا لېست د قطر د هېواد چارواكو ته سپارلى دى او لس ورځې وخت يې ورته وركړى تر څو يې عملي كړي.

دا لېست په لاندې ډول دى:

۱ – د ايران سره بايد ټولې ډيپلوماټيكي اړېكې وشلول شي، په هېواد كې د ايران ټول دفترونه وتړل شي او د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو  غړي له قطره وشړل شي. همداراز د ايران سره نظامي اړيكې پاى ته ورسول شي او د سوداګرۍ په برخه كې د امريكا لخوا پر ايران لګېدلي بنديزونه مراعت شي.

۲ -  د اخوان المسلمين. القاعدې، داعش او په لبنان كې د حزب الله د ډلو سره بايد ټولې اړيكې پاى ته ورسيږي.

۳ – د الجزيرې ټلوېزيوني كانال او اړوند تمځايونه يې بايد وتړل شي.

۴ – د عربي – ۲۱، العربيه، الجريد، ميډل ايسټ آى او ورته نورې رسنۍ چې د قطر د دولت لخوا تمويليږي، بايد وتړل شي.

۵ – د قطر په خاوره كې د تركيې نظامي شتوالى دې ژر تر ژره پاى ته ورسيږي.

۶ – هغه ډلې او اشخاص چې د متحده عربي اماراتو، بحرين، سعودي عربستان، مصر امريكا او كاناډا لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي، له هر ډول مرستې دې ورسره ډډه وشي.

۷ – هغه ترهګر چې د سعودي، بحرين، مصر او متحده عربي اماراتو لخوا لټول كيږي بايد په قطر كې يې مالي امكانات كنګل شي، د هغوى په اړه هر ډول معلومات د اړوندو هېوادونو سره شريك شي.

۸ – د نورو هېوادونو په كورنيو چارو كې مداخله بايد پاى ته ورسول شي، د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو او بحرين د هېوادونو هېوادوالو ته د تابعيت وركولو چارې وځنډول شي او د هغو قطريانو پاسپورټونه واخيستل شي د پورتنيو هېوادونو له قوانينو سرغړونه كوي.

۹ – په سعودي، بحرين، متحده عربي اماراتو او مصر كې د مخالفو ډلو سره د قطر ټولې مرستې بايد پاى ته ورسيږي. ددې ډلو سره د پخوانيو مرستو په اړه ټول اسناد بايد وسپارل شي.

۱۰ – د قطر د سياستونو په ملاتړ د پخوانيو پېښو او تاوتريخوالي له امله د رامنځته شوي مالي او ځاني زيان له امله دې غرامت وركړل شي. د غرامت اندازه به وروسته د قطر سره يو ځاى وټاكل شي.

۱۱ – د نظامي، سياسي، ټولنيزو او اقتصادي چارو په ډګر كې په ۲۰۱۴م كال كې د خليج د هېوادونو لخوا په سعودي عربستان كې د ترسره شوې غونډې په پايله كې د پرېكړو په چوكاټ كې پايد عملي شي.

۱۲ – قطر مكلف دى چې په لسو ورځو كې ددې شرطونو د پوره كولو په اړه معلومات وركړي. دا اسناد لس ورځې وروسته اعتبار نه لري.

۱۳ – ددې غوښتونو د منل كېدو په صورته كې قطر بايد په لومړي كال كې هره مياشت تفتيش ومني، په دويم كال كې په هرو څلورو مياشتو كې او په راتلونكو لسو كلونو كې هر كال پورتنيو هېوادونو ته اجازه وركړي چې دا هېواد تفتيش كړي.



اړوند خبرونه