اردوغان: د امنيت په شورا كې عدالت نشته!

ولسمشر اردوغان چې په هندوستان كې په رسمي سفر بوخت دى يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا د سختو نيوكو ترڅنګ وويل چې پدې شورا كې عدالت نشته دى.

723686
اردوغان: د امنيت په شورا كې عدالت نشته!

 

 ولسمشر اردوغان چې په هندوستان كې په رسمي سفر بوخت دى يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا د سختو نيوكو ترڅنګ وويل چې پدې شورا كې عدالت نشته دى.

اردوغان د هندوستان د لومړي وزير نرېندرا مودي سره په ګډه خبري غونډه كې د ګډون پر مهال وويل چې د ترهګرۍ په برخه كې د هندوستان سره همغږي يو. ترهګر به حتماً په هغو وينو كې ډوب شي چې دوى توى كړي دي. هېڅكله به دا اجازه ورنكړو چې ترهګرې ډلې زموږ اراده اسيره كړي.``

اردوغان زياته كړه چې ``موږ پدې باور لرو چې  نړيواله سوله او ثبات يواځې د عادل سيستم پر اساس رامنځته كېدلى شي. عدالت هغه مهال ټېنګېدلى شي چې نړيوالې ادارې په عادلانه توګه تنظيمې شي. په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په جوړښت كې بايد ژرتر ژر اصلاحات راشي. د بېلګې په ډول د هندوستان په څېر يو هېواد چې ۱ ميليارد او ۳۰۰ ميليونه نفوس لري، د امنيت په شورا كې غړيتوب نه لري. څوك ويلاى شي چې دا شورا عادله ده. اسلامي نړۍ چې ۱ ميليارد او ۷۰۰ ميليونه نفوس لري د امنيت په شورا كې استازى نه لري. اوسمهال د ټولې نړۍ تقدير يواځې د پينځو هېوادونو په لاس كې دى. د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې د شرايطو پر مهال رامنځته شوى سيستم نشي كولاى چې د ټولو استايتوب وكړي. ``



اړوند خبرونه