ترکیې د سویس سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

ترکیې  د سویس لخوا د یو ترهګریز سازمان  پلویانو ته  د داسې  یوې غونډې اجازه ورکول په کلکه توګه وغندل.

699547
ترکیې د سویس سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

د سویس  د بیرن  ښار  د میتیلاند  په سیمه کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د پلویانو لخوا په جوړه شوي لاریون کې  د هغه انځوریز  شعار  په اړه چې  ولسمشر اردوغان ته پکې سپکاوی کړی او پر سر ورته  تپانچه ایښې  وه  څیړنې پیل کړي دي.

د بیرین د ښار  د امنیت مدیر خبري رسنیو ته ویلي دي چې  تحقیقات  د یادې ترهګرې ډلې لخوا د غونډې په اړه  د ترلاسه کړې اجازې  د شرایطو  د نه پر ځای کولو له امله  پیل شوي دي.

د ویلو ده چې  د نوموړې مسلې په اړه د تحقیقاتو د پیلیدو سره سره تر اوسه پورې کوم ترهګر  نیول شوی ندی.

په سویس کې د تیرې خالي په ورځ  د نوموړي هیواد د سوسیالست او زرغونو ګوندونو په ملاتړ  د پې کاکا ترهګرې ډلې پلویانو  لاریون وکړ. لاریون کوونکو  د ترکیې  پر خلاف  د شعارونو ورکولو سربیره  یو انځوریز شعار چې  د ولسمشر اردوغان   چې  په سر يي  ورته تپانچه  ایښودل شوې وه  د ځان سره  انتقالولو.

ترکیې بهرنیو چارو وزارت  د نوموړې پیښې په اړه  د سویس  سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته  احضار کړ  او سخت غبرګون يي وښود.

ترکیې  د سویس  د سفیر نه هر څه ژر  د نوموړې پیښې د مسئولینو  د نیولو او په جزا  د رسولو  غوښتنه وکړه.

ترکیې  د سویس لخوا د یو ترهګریز سازمان  پلویانو ته  د داسې  یوې غونډې اجازه ورکول په کلکه توګه وغندل.


پيوندونه: #ترکیه , #سویس , #غبرګون

اړوند خبرونه