ترکیې  په انقره کې  د هالنډ  شاژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت  ته احضار کړ.

ترکیې هالنډ ته دوه غبرګ ډیپلوماتیک یاداشتونه ورکړل

690202
ترکیې  په انقره کې  د هالنډ  شاژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت  ته احضار کړ.

ترکیې  په انقره کې  د هالنډ  شاژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت  ته احضار کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  هالنډ د حکومت لخوا د ترکیې د وزیرانو سره د ترسره شوي  ضد انساني او ضد اخلاقي چلند  او په نوموړي هیواد کې  د میشتو ترکانو  سره د کړې معاملې  له امله  دوه جلا جلا   ډیپلوماتیک یاداشتونه  ورکړل.

ترکيې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  پدې یاداشتونو کې  د هالنډ لخوا د ترکیې د وزیرانو سره  د ډیپلوماتیکو نزاکتونو او نړۍوالو قواعدو نه لرې ترسره شوی  چلند  په کلکه توګه غندل شوی دی او یادې شوې مسلې په اړه  د هالنډ  نه  د ترکیې نه په رسمي توګه د بښنې غوښتو  غوښتنه شوې ده .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  هالنډي پولیسو  په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو سره د حد نه  تیره  او ضد انساني مداخله کړې ده  چې دم ګړۍ د غرامت مسله  محفوظه  ساتو  او په هړ اړخیزه توګه د مسلې د څیړولو  غوښتنه کوو.

د یادولو وړ ده چې  د هالنډ پولیسو  د تیرې خالي په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاووش اوغلو  الوتکې ته  د کیناستو د اجازې ورکولو نه وروسته  د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیرې فاطمې ته  په روتردام ښار کې د ترکیې قونسګلرۍ ته د ننوتو اجازه ورنکړه. هالنډي پولیسو وروسته  د ترکیې وزیره  ډیپورت کړه  او د هغه په ملاتړ په راټولو شوو ترکانو يي  چې سوله ایزه مظاهره کوله  د سپیو او اسونو سره  برید وکړ.

ترکیې  د دریم ځل لپاره  د هالنډ  شاژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ. ترکیې دا ځل  هالنډ ته  دوه غبرګ یاداشتونه ورکړل.


پيوندونه: #ترکیه , #هالنډ

اړوند خبرونه