د اردوغان د كورنۍ نوي مېلمانه

ولسمشر رجب طيب اردوغان د سوريې د ادليب د ښار يوه بېوزله او مهاجره كورنۍ چې له جګړې را تښتېدلې ده، حضور ته ومنله.

662771
د اردوغان د كورنۍ نوي مېلمانه

 

ددې كورنۍ لور ګوزياشه `` اوښكه`` نوميږي. پلار يې په ادليب كې د بشار اسد د رژيم په هوايي بريد كې خپلې دواړه پښې، دواړه سترګې او د ښي لاس ګوتې له لاسه وركړې دي.

اردوغان دا كورنۍ په انقره كې د ولسمشرۍ په ماڼې كې حضور ته ومنله. د كورنۍ پلار چې ممنون خالد ناصر نوميږي د د معيوبيت له امله نشي كولاى چې كار وكړي. د همدې امله د ولسمشر د ځانګړي امر له مخې ورته د ورځنيو چارو ټولې اسانتياوې برابرې شوې.

 

د اردوغان كورنۍ همداراز د ناصر دواړو لورګانو ته يو شمېر ډالۍ هم وركړې.

ممنون چې د ژريم په هوايي بمبارۍ كې خپل هر څه له لاسه وركړل، يواځينۍ تسلي يې كورنۍ ده.

كوچنۍ لور يې خبريالانو ته وويل چې ``زما سترګې مې پلار ته وركړئ تر څو ما وګوري او په غېږ كې مې واخلي.``

دا لومړى ځل نه دى چې اردوغان په انقره كې د سوريې كډوال مېلمانه كوي.  پخوا يې هم يو زيات شمېر سوري كډوال حضور ته منلي ول.

دواړ



اړوند خبرونه