د کودتا تر ناکام اقدام وروسته د وسله وال پوځ شمېره
په ترکیه کې د ۲۰۱۶م کال د جولای د ۱۵مې نېټې د کودتا له ناکام اقدام وروسته د وسله وال پوځ د پرسونل د شمېرې په اړه د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د مقام لخوا نوي معلومات خپاره شول.
په ترکیه کې د ۲۰۱۶م کال د جولای د ۱۵مې نېټې د کودتا له ناکام اقدام وروسته د وسله وال پوځ د پرسونل د شمېرې په اړه د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د مقام لخوا نوي معلومات خپاره شول.
پدې ډول د ترکیې د اوردو د ټولو جنرالانو شمېره ۲۰۳ تنه ده.
د انادولو د آژانس د معلوماتو پر اساس د پلیو، هوايي او بحري ځواکونو په چوکاټ کې د ۲۰۳ تنو جنرالانو په ګډون د ترکي ځواکونو شمېره ۳۵۹ زره ۲۷۳ تنه ده.
پدې لړ کې ۲۶ زره ۲۷۸ تنه یې افسران او پاتې برخه یې سرتیري دي.
پدې کې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د ملي دفاع د وزارت غیر نظامي پرسونل شامل نه دی.
د غیر نظامي مامورینو په ګډون د پوځ ټوله شمېره ۳۹۸ زره ۵۱۳ تنو ته رسیږي.
په ترکیه کې د تېر کال د جولای د ۱۵مې نېټې د کودتا له ناکام اقدام وروسته چې یو شمېر کودتاچي سرتیري، افسران او جنرالان له دندې ګوښه شول، د ترکیې اوردو اوس هم د نړۍ د تر ټولو پیاوړو ۱۰ اوردوګانو په لیکه کې ځای لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.