په ترکیه کې ملي ماتم اعلان شو.
تېره شپه په استانبول کې د ترهګري بریدونو په پایله کې د قربانیانو روح ته د درناوي به موخه په ټول هېواد او بهرنیو سیاسي نماینده ګيو کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان شو.
628043
![په ترکیه کې ملي ماتم اعلان شو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1fa2/fb25/74aa/584cce452335b.jpg?time=1718570395)
تېره شپه په استانبول کې د ترهګري بریدونو په پایله کې د قربانیانو روح ته د درناوي به موخه په ټول هېواد او بهرنیو سیاسي نماینده ګيو کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان شو.
د لومړي وزارت د دفتر د معلوماتو پر اساس د یو ورځني ماتم له امله په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ترکي بیرغونه نیم ځړول کیږي.
تېره شپه په استانبول کې د فوټبال د یوې سیالۍ نه وروسته لوبغالي ته څېرمه د دوو جلا چاودنو په پایله کې د ۳۰ تنو پولیسو په ګډون ۳۸ تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718570395)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718570395)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.