د سوریې  د حلب  ولایت  د الباب په سیمه کې  د ترکیې په وسله والو ځواکونو  خاین  برید وشو.

په سوریه کې د ترکیې په وسله والو ځواکونو برید وشو

616807
د سوریې  د حلب  ولایت  د الباب په سیمه کې  د ترکیې په وسله والو ځواکونو  خاین  برید وشو.

د سوریې  د حلب  ولایت  د الباب په سیمه کې  د ترکیې په وسله والو ځواکونو  خاین  برید وشو.

په برید کې  ۳ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل  او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

ټپي  سرتیري  په چورلکو او امبولانسونو کې  د ترکیې د غازي انتپ او کیلیس ولایتونو روغتونونو ته  راانتقال شوي دي.

د ټپي شوو سرتیرو نه  د یو تن روغتیايي حالت  باریکه دی.

د بله پلوه  د هیواد  لوی درستیزوالۍ لخوا د نوموړې پیښې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  « ګمان کیږي چې د  ترکیې په وسله والو ځواکونو د اسد د رژیم  د ځواکونو لخوا برید شوی وي. »

د لوی درستیز والۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې « د سوریې په خاوره کې د فرات ډال په نامه  د ترهګرۍ پر خلاف د روانې مبارزې د عملیاتو پر مهال  د اکتوبر ۲۴ مه  د شپې په ۳ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې  ګمان کیږي چې  د سوریې د رژیم  اړوند د هوايي ځواکونو لخوا  زمونږ په وسله والو ځواکونو هوايي  برید وشو . په برید کې  زمونږ  درې تنه  اتل سرتیري په شهادت  رسیدلي او ۱۰ تنه اتل سرتیري ټپیان شوي دي. ټپي شوي سرتیري په ډیره چټکه توګه  د درمنلې په موخه  د ترکیې روغتونونو ته  رانتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. پدې برید کې  شهید شوو  ۳ تنو  سرتیرو ته د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت او د شهیدانو درنو کورنیو  او د ترکیې وسله والو ځواکونو ته  د جمیل صبر غوښتنه کوو. ټپیانو ته  د عاجلې شفاء غوښتنه کوو. »

د بله پلوه  د هیواد لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د نوموړې  پیښې په اړه  د ملي دفاع وزیر فکري اشق  او لوی درستیز خلوصي اکار نه  د ټیلیفون په کرښه معلومات اخیستي دي.


پيوندونه: #ترکیه , #سوریه

اړوند خبرونه