ترکیې د هیواد نه بهر لومړنۍ عسکري هډه جوړه کړه.
ترکیې د هیواد نه بهر لومړنۍ عسکري هډه په سومالیا کې جوړه کړه
ترکیې د هیواد نه بهر لومړنۍ عسکري هډه جوړه کړه.
ترکیې د هیواد نه بهر لومړنۍ عسکري هډه په سومالیا کې جوړه کړه. دا عسکري هډه د ترکېې او سومالیا ترمنځه د همکاریو په چوکاټ کې جوړه شوې ده . په نوموړې عسکري هډه کې به تر ۲۰۰ تنو پورې ترکي عسکري روزونکي دنده ترسره کړي.
د عسکري هډې امنیت به د ترکي ځواکونو په غاړه وي.
ترکیې د سومالیا سره د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکارۍ په چوکاټ کې په نوموړي هیواد کې عسکري هډه جوړه کړه.
عسکري هډه به د روزنیزې هډې په توګه فعالیت وکړي. په هډه کې به د سومالیا عسکر وروزل شي. د ویلو ده چې دا هډه د ملګروملتونو لخوا د تایید شوي تړون له مخې جوړه شوې ده . پدې هډه کې به ۱۰۵۰۰ تنه سومالیايي عسکر وروزل شي.
دا روزنیزه عسکري هډه به په نږدې راتلوونکې کې په فعالیت پيل وکړي. پدې هډه کې به تر ټولو پورې ۲۰۰ روزونکي سرتیري په دنده وګمارل شي.
د یادولو وړ ده چې سومالیا په سیمه کې د ځانګړي ستراتیژیک موقعیت نه برښمند هیواد دی. دا هیواد د هند اوقیانوس په څنډه کې او عدن خلیج ته نږدې موقعیت لري. د همدې امله په سیمه کې ډیری سمندري ډاړه ماران پدې هیواد کې فعالیت کوي.
د یادولو وړ ده چې ترکیه به د هیواد نه بهر خپله دویمه عسکري هډه په قطر کې جوړه کړي.
ترکیې د قطر سره په ۲۰۱۴ کال کې پدې اړه تړون لاسلیک کړ.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.