له اردوغانه د امريكا د ولسمشر د مرستيال بښنه
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر جو بايډن چې د يوې رسمي ليدنې ليدنې لپاره تركيې ته راغلى وو د اړوندو مقاماتو سره ليدنې وكړې. ددې ليدنې تر ټولو مهمه يې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وه.
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر جو بايډن چې د يوې رسمي ليدنې ليدنې لپاره تركيې ته راغلى وو د اړوندو مقاماتو سره ليدنې وكړې. ددې ليدنې تر ټولو مهمه يې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وه.
بايډن د كودتا د ناكام اقدام نه وروسته تركيې ته له وړاندې د نه راتګ له امله بښنه وغوښتله. بايډن زياته كړه چې `` د امريكا ولس ستاسې تر څنګ ولاړ دى. باراك اوباما د لومړنيو كسانو نه وو چې ټيلفوني اړيكې يې ټينګې كړې. دا چې په تركيه كې د كودتا پر وړاندې مو اړوند غبرګون ونشو ښودلاى پخپله زه راغلم. بښنه غواړم. كاشكې كولاى مې شواى چې له وړاندې دلته راشم.``
ولسمشر رجب طيب اردوغان په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا د اقدام نه وروسته د امريكا او اروپايي ټولنې هېوادونه ددې امله وغندل چې د تركيې سره يې خواخوږي ونه ښودله.
دا لومړى ځل دى چې د امريكا مرستيال ولسمشر په مستقيمه توګه بښنه غواړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.