په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو تصفیه روانه ده
د ترکیې د وزیرانو شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې غونډه وکړه
![په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو تصفیه روانه ده](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3291/154b/ca31/57b2b2f94a48b.jpg?time=1718583778)
د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورلتوموش وویل چې د هیواد په دولتي اداراتو کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د پلویانو تصفیه روانه ده.
هغه زیاته کړه چې په دولتي اداراتو کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت د غړیو د تثبیت سره له مامورینه ویستل کیږي او په راتلونکي کې هم په دولتي اداراتو کې کار کولی نشي.
هغه زیاته کړه چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په ترکیه کې د مامورنیو د استخدام په ازموینو کې درغلۍ کړي او خپل نږدې کسان يي په دولتي ادارتو کې ځای په ځای کړي دي.
پدې چوکاټ کې د ۲۰۱۰ کال د مامورنیو د استخدام په ازموینه کې سوالونه پټ شوي او د یاد شوي ترهګریز سازمان په غړیو ویشل شوي وو. د ۲۰۱۰ کال د ازموینې په اړه تحقیقات دوام لري. هغه وویل چې د ۲۰۱۰ کال په ازموینه کې د غلا شوو سوالونو له امله په دولتي ادارتو کې د ماموریت حق ترلاسه کوونکي به ټول له دندو ګوښه او په راتلونکې کې به په دولتي ادارتو کې جذب نشي.
په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت لخوا د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته د دریم ځل لپاره د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د وزیرانو د شورا غونډه وشوه.
د وزیرانو د شورا په پرونۍ غونډه کې د بیړني حالت په چوکاټ کې د قانون په حکم کې په دوو نوو فرمانونو خبرې وشوې.
د هیواد د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند د وزیرانو شورا د غونډې پر مهال خبري ناستې ته وویل چې د قانون په حکم کې د نوي فرمان له مخې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ټول غړي د دولتي اداراتو نه شړل کیږي او له دندو ګوښه کیږي.
هغه وویل چې په نوي فرمان کې د هغه کسانو لست هم شتون لري چې له دندو ګوښه کیږي. هغه وویل هغه مامورین چې له دندو ګوښه کیږي ددینه وروسته په دولتي ادارتو کې کار کولی نشي او د ماموریت د حقونو نه ګټه هم پورته کولی نشي.
هغه وویل چې له دندو ګوښه شوي ډیری مامورین په سر کې بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، سواحلو امنیتي تشکیلاتو او وسله وال پوځ په ګډون د یو زیات شمیر وزارتخانو مامورین دي.
هغه زیاته کړه چې د دویم فرمان له مخې هغه دولتي مامورین چې د ۲۰۱۰ کال د مامورینو د استخدام د ازموینې د غلا شوو سوالونو له برکته په دندو ګمارل شوي دي ټول به له دندو شړل کیږي. هغه وویل چې پدې اړه جدي تحقیقات شوي دي او د تحقیقاتو په پایله کې تثبیت شوي کسان به له دندو ګوښه کړی شي.
د حکومت ویاند وویل چې د دویم فرمان له مخې د هیواد د لوړو زده کړو د ادارې په چوکاټ کې د پوهنتونونو د استادانو د تقاعد عمر د ۷۵ کلونو ته لوړ شو.
هغه وویل چې د نوموړو فرمانونو له مخې د هیواد تیلی کمونیکیشن او معلوماتو اداره په علم تکنالوژۍ او معلوماتو په اداره کې مدغم شوه.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718583779)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718583779)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.