د اسلامي علماو ټولنه: لویدیځه نړۍ د ترکیې قبال کې دوه مخې چلند کوي

د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې ریس : ترکیه منتخب حکومت په نړۍ کې د مظلومو مسلمانانو لپاره د هیلو سرچینه ده

539188
د اسلامي علماو ټولنه: لویدیځه نړۍ د ترکیې قبال کې دوه مخې چلند کوي

د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې عمومي مشر محی الدین علي قره داغي لویدیځه نړۍ  په ترکیه کې د رامنځته شوې  کودتا په قبال کې په دوه مخۍ  او مکیاولیستي  سیاستونو په غوره کولو  تورنه کړه. هغه وویل چې  لویدیځه نړۍ  د دا ډول  دریځ او سیاستونو د غوره کولو سره  د شرم احساس هم  نکوي.

علي قره داغي   دا څرګندونې  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا د شهیدانو  د جنازې په مراسمو کې د ګډون نه وروسته  د اناتولیا خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل  هغه لویدیځوال چې  نن ورځ  په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ناکامې کودتا د تشبص نه وروسته په اعلان شوي بیړني حالت نیوکې کوي  پرون يي په خپلو هیوادونو کې  بیړنی  حالت اعلان کړی وو. هغه  د جرمني نه د بیلګې په توګه یادونه وکړه او وویل چې  جرمني  د مونیخ د ښار د پیښې نه وروسته بیړنی حالت اعلان کړ. نن ورځ جرمني څه ډول کیدای شي چې په ترکیې  د بیړني حالت د اعلانولو له امله نیوکې وکړي.

هغه  ددې خبرې په ټینګار وویل چې نړۍوالې ټولنې  په ترکیه کې د ترسره شوې کودتا په مقابل کې لکه څرنګه چې باید غبرګون ښودلی وې  ندی ښودلی. هغه  د ترکیې په مقابل کې نړۍواله ټولنه په دوه مخۍ  تورنه کړه.

هغه زیاته کړه چې د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو  د حق  تر څنګ  د دریدو نه  ډډه کړې ده .

علي قره داغي وویل « هر هغه هیواد چې ډیموکراسۍ او بشري حقونو ته  درناوی لري  باید  چې د کودتاچیانو په مقابل کې  د منتخب حکومت ترڅنګ ودریږي او ملاتړ ترینه اعلان کړی ، خو له بده مرغه چې  دا ونه شول. نړۍواله ټولنه پدې ازموینه کې  ناکامه شوه. »

د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې  مشر علي قره داغي  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا په ناکامیدو کې  د ترکیې د دیني چارو د ریاست  رغنده  رول وستایه. هغه وویل چې  پدې مهمو  او حساسه دوره کې د ترکیې د دیني چارو ریاست  خپل مسولیت  په ډیره ښه توګه پر ځای کړی دی. هیوادوالو ته يي د ولسمشر اردوغان  د پیغام  په رسولو کې  او د باطل پر وړاندې حق ته د خلکو په رابللو کې  رغنده رول لوبولی دی. د ترکیې ټولو خطیبانو او موذنینو  ډیر مهم  رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه چې له بده مرغه چې په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې  د دیني چارو ریاست خپله دنده په حقیقي ډول سره  نه  اجرا کوي. د بیلګې په توګه د مصر د الازهر د فتوا د مرکز نه يادونه وکړه.

هغه وویل چې  د مصر د الازهر د فتوا مرکز  په نوموړي هیواد کې د ۲۰۱۳ کال د جولای د دریمې کودتا  پر مهال  د منتخب او مشروع حکومت  پر ځای د کودتاچیانو ترڅنګ  ودرید.

هغه زیاته کړه چې د هر هیواد  د وسله والو ځواکونو دنده  معلومه ده. د هغوې دنده په منتخب حکومتونو کودتا کول  ندي بلکې د خپلې خاورې نه  دفاع کوي دي. په هیواد کې د امنیت او ثبات تامینول دي. د همدې امله  د اسلامي علماو نړۍوالې ټولنې  په ترکیه کې د منتخب حکومت پر خلاف د کودتا  د لومړۍ شیبې نه  د کودتاچیانو پر خلاف د مشروع حکومت نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه د ترکیې منتخب حکومت نه  د نړۍ د مظلومو مسلمانانو د دستیار او عصا په  توګه یادونه وکړه  او زیاته کړه چې  د ترکیې حکومت  تل  په نړۍ کې د مظلومو مسلمانانو د حقونو نه دفاع کړې ده . د بیلګې په توګه  د فلسطین، میانمار، سومالي  او افریقايي هیوادونو نه  یادونه کولی شو.   



اړوند خبرونه