اردوغان : د خلکو په غوښتنو سترګې پتولی نشو

ولسمشر اردوغان د جرمني تلویزیون سره مرکه وکړه

537522
اردوغان : د خلکو په غوښتنو سترګې پتولی نشو

  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته د اعدام  د جزا په اړه  د خلکو د غوښتنې نه یادونه وکړه. هغه  وویل چې  په ډیموکراتیکو هیوادونو کې  تر ټولو زیات د خلکو غوښتنې په نظر کې نیول کیږي. په ترکیه کې کې هم  خلک  د اعدام د جزا  د عملي کولو غوښتنه کوي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د جرمني  د ARD تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  د اعدام  سزا  شتون لري. په ډیموکراسۍ کې  تر ټولو زیات  د خلکو غوښتنې په نظر کې نیول کیږي. په ترکیه کې خلک د اعدام  د جزا غوښتنه کوي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل « په ترکیه کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت  ساختار د ناکامې کودتا  د بریالیتوب په صورت کې به په زرګونو تنه  شهیدان  شوي وای. ترکیه  ۵۳ کاله کیږي چې  د اروپايي ټولنې د غړیتوب په خاطر د ټولنې په دروازه کې  منتظره  ده، د غړیتوب په خاطر يي  د اعدام  جزا  له منځه  یوړه  خو بیا هم  د غړیتوب په مسله کې کوم پرمختګ رامنځته نشو. لکه څرنګه چې  ۵۳ کاله مخکې  د غړیتوب  په انتظار کې وو  نن هم  زمونږ دا انتظار دوام لري.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  په ډیموکراتیکو هیوادونو کې تر ټولو زیات د خلکو غوښتنې په نظر کې نیول کیږي. دیموکراسي  ولسواکي ده او د خلکو غوښتنې  د هر څه نه لوړې دي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا په اړه  د جرمني د ARD پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت د ساختار لخوا د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا  په ترڅ کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ  د بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « دا لومړی ځل دی چې په ترکیه کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ  وسله وال بریدونه کیږي. د ماڼۍ په مخکې  د الوتکو په هوايي بریدونو کې  ۵ تنه شهیدان شول. د ماڼۍ  په ۲۰۰ مترۍ کې  په راټولو شوو ملکي وګړو د الوتکو نه  بمونه  وورول شول . دا لومړی ځل دی چې  د داسو بریدونو سره  مخامخ شوو. یواځې د ولسمشرۍ په ماڼۍ نه  ، په پارلمان  هم  هوايي بریدونه شوي دي. »

ولسمشر  اردوغان  ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا کودتا او بریدونه د سیاسي ژوند  تر ټولو حساسې شیبې  وې او که څنګه  وویل ! « په واقعیت سره چې د سیاسي ژوند تر ټولو  حساسې  شیبې وې. د واکمنۍ  په ۱۴ کلونو کې د داسو بریدونو سره  مخامخ شوي نه وو. د خواشینۍ  خبره خو داده  چې  دا کودتا  زما نه  زیاته  د ملت پر خلاف  شوې وه. پارلمانونه  د چا استازیتوب کوي؟ د ملت  استازيتوب کوي. په ترکیه کې کودتاچیانو زمونږ نه ډیر په ملت  بریدونه وکړل. د ملت د استازو په  مرکز يي بریدونه وکړل. د بیلګې په توګه  په پارلمان کې  د لومړي وزیر د کار دفتر په کامله توګه  له منځه تللی دی. د پارلمان د عمومي مجلس  د ودانۍ نه پرته  د چا خبره  نورې ټولې برخې  له منځه تللي دي. دا په ډیموکراسۍ  ترسره شوې  کودتا او بریدونه وو چې د همدې امله  د ډیموکراسۍ د پلویانو یعنې د ملت لخوا ورته  غاښ ماتوونکي ځواب ورکړ شو.»

څوک  څوک  دی پدې باید  ځان  پوه کړو.

ولسمشر اردوغان  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د کودتا نه وروسته په سلګونو تنه قاضیان له دندو ګوښه شول  او په ډیره چټکه توګه  تصفیه  پيل شوه . ایا  پداسې چټکه توګه  د تصفیې اړتیا څنګه  ولیدل شوه ؟ وویل !

« لومړی  باید ووایو چې  کودتاچیانو  د تیرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو راهیسې پدې هیواد کې د ریښو په ځغلولو پیل کړی دی . ۱۴ کاله کیږي  چې  زه  پدې هیواد کې د لومړي وزیر  او اوسمهال د ولسمشر په توګه دنده  ترسره کوم  او دا ددې هیواد اداره زمونږ په لاس کې ده . مونږ  مجبور یو  چې  په قضايي ارګانونو، د پولیسو په تشکیلاتو  ، وسله وال پوځ  او ټولو  دولتي اداراتو کې  پدې ځان پوه  کړو چې څوک  څوک  دی. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیه ملي استخباراتو اداره لري. په پولیسو کې د استخباراتو اداره لري  او په پوځ کې همچنان. دا استخبارات کار کوي. د دولت د هر تن کارکوونکي  سوانح  او سوابق  ددوی سره  شتون لري. همداشان  پدې اداراتو کې د کارکوونکو په اړه  هر ډول  معلومات په لاس کې لرو. همداشان  یو زیات شمیر کودتاچیان نیول شوي دي . ددوی په منځ کې په خپلو جرمونو  اعتراف کوونکي  شتون لري. د کودتاچیانو په منځ کې اعتراف کوونکي شتون لري. قضايي او امنیتي ارګانونه  کار کوي. دا طبعي  خبره ده  چې  په ډیره کمه  موده کې  کودتاچیان  او د هغوې  پلویان پخپله  معلومیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  تر اوسه پورې  د حقوقو د چوکاټ نه بهر  یو ګام هم  ندی  پورته شوی. دا هیواد  د حقوقو او دیموکراسۍ پر بڼسټ  ولاړ  هیواد دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت ساختار د ترکیې په دولت کې  قوي ریښې ځغلولي دي.

ولسمشر اردوغان وویل  چې ایا کودتا ته څوک  د حقوقو په چوکاټ کې  د پورته شوي یو ګام په توګه یادونه کولی شي ؟ نه  ځکه چې  کودتا پخپله  د هغه چا لخوا ترسره کیږي چې  حقوق  د خپو لاندې کوي.

همداشان  تر ډیره  حده  د کودتاچیانو مرکزونه، ښوونځي، پوهنتونونه، د عسکرو په منځ کې استازي  او داسې نور معلوم  دي.د هیواد استخبارات  ددې ټولو په اړه  پوره معلومات په لاس کې لري.  دا چې په ډیره چټکه توګه  ددوې تصفیه روانه  ده  ډیری  وار د مخه  معلوم  کسان دي.

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې  په ځانګړې توګه  د ترکیې د تعلیمي ارګانونو کې په زرګونو  تنه  له دندو ګوښه شوي دي . ایا ددې کسانو تشه به څنګه ډکه شي ؟ وویل !  په تعلیمي  برخو کې  هیڅډول کومه  تشه  نده رامنځته شوې .

د ترکیې لپاره  د ښوونکو د کمبودۍ  په څیر  کومه  ستونزه  شتون لري. د ترکیې د پوهنې  وزارت  دم ګړۍ  په یو امتحان کار کوي چې له مخې به يي د ۲۵ زرو نه تر ۳۰ زرو تنو پورې  نوي ښوونکي جذب شي. دا کومه تشه  چې  رامنځته شوې ده  دا به  سمدلاسه  ډکه شي. همداشان په پوهنتونونو کې هم  داسې کومه ستونزه شتون نلري.

ولسمشر اردوغان  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ددې کودتا  اساسي  عناصر دي  او که که د دولت نه د ناراضي برخو لخوا دا اقدام شوی دی؟ وویل ! «  مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو. د استخباراتو لخوا ترسره شوي ټول اسناد او شواهد  او په ځانګړې توګه  د کودتاچیانو اعترافات  شتون لري. د بیلګې په توګه  د کودتا په شپه  د ترکیې د لوی د رستیز د یرغمل نوونکو نه یو تن هغه ته ویلي وو که وغواړي  د خپل مشر فتح الله ګولن سره به ورته اړیکه ټینګه کړي. دا پخپله  د ټولو  پوښتنو ځواب  دی. نن ورځ پدې ټول په ښه پوهیږي چې دا کودتا د چا لخوا  او د کوم ځای نه  اداره کیده. قضايي ارګانونو هم پدې اړه کافي اسناد او شواهد  ترلاسه کړي . د نیول شوو کسانو اعترافاتو  او اقرارونو  هر څه په ډاګه کړي دي.

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ترکیه کې د اعلان شوي  بیړني حالت موده به  نوره هم وغځول شي او که نه؟ وویل ! د حقوقو په چوکاټ کې کیدای شي چې  دا موده  د دریو نورو میاشتو لپاره هم وغځول شي.

هغه  زیاته کړه چې  په اصل کې د بیړني حالت  د مودې د غځولو او نه غځولو مسله  د حالاتو پورې  تړاو لري. « که چیرې   هر څه  نور مال وي  مودې غځولو ته يي اړتیا  شتون نلري. که چیرې  اړتیا  شتون ولري د حقوقو په چوکاټ کې به وغځول شي. ولسمشر اردوغان وویل چې  پداسې حال کې چې په فرانسه کې  د ترکیې په کومه کودتا  شوې نده  یواځې  د ترهګریزو بریدونو نه وروسته  بیړنی حالت اعلان کړ. د بیړني حالت موده د څلورم  ځل لپاره وغځوله. ترکیې پدې خونړۍ کودتا کې  ۲۴۶ تنه شهیدان او ۲۱۸۷ تنه ټپیان ورکړي دي.

که چیرې په ترکیه کې پدې دریو میاشتو کې  حالات نورمال حالت ته  وګرځي  غځولو ته يي اړتیا شتون نلري. د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې ۳ میاشتې نوره هم غځول شي. د حقوقو په چوکاټ کې  د ۶ میاشتو پورې د مودې د غځولو صلاحیت لرو.

ولسمشر اردوغان  د اعدام  د سزا په اړه  د پوښتنې په اړه چې  ایا  په واقعیت سره د اعدام د سزا پلوي یاست، که چیرې  د اعدام  مسله رامنځته شي  د اروپا او نورو دوستانو سره به په اړیکو څه ډول اغیزې وکړي؟ داسې وویل! د هر څه نه مخکې باید د نړۍ په حقایقو باندې باید سترګې پټې نکړو. دا باید وګورو چې د نړۍ په څومره هیوادونو کې اعدام  سزا شتون لري او په څومره هیوادونو کې  شتون نلري. نن ورځ یواځې  د اروپايي ټولنې په غړیو هیوادونو کې د اعدام سزا شتون نلري. ددینه پرته  د چا خبره نور په ټولو هیوادونو کې د اعدام  سزا شتون لري.

هغه زیاته کړه چې  ترکیه ۵۳ کاله کیږي چې  د اروپايي ټولنې د غړیتوب په خاطر د ټولنې په دروازه کې  منتظر دی. مونږ  د ټولنې د غړیتوب په خاطر د اعدام  سزا له منځه یوړه خو  څه بدل شو؟ هیڅ. لکه څرنګه چې  د اعدام  د سزا  د شتوالي پر مهال  د ټولنې د غړیتوب لپاره منتظر وو نن ورځ هم  منتظر یو. یوه بله مهمه پوښتنه . په دیموکراتیکو دولتونو کې  د چا خبرې  او غوښتنې ته  ډیر پاملرنه کیږي؟ البته چې د ملت. په ترکیه کې  ملت د اعدام سزا غوښتنه کوي. د همدې امله  زمونږ حکومت او پارلمان  د خلکو په غوښتنو سترګې پټولی نشي. لږ تر لږه  د خلکو پدې غوښتنه غور کوي. دا غوښتنه پارلمان ته انتقالوي  او وروسته بیا مسولیت د پارلمان دی. چې ایا دا مسله  مني او که ردوي.

که چیرې د پارلمان لخوا ومنل شي  بیا پکې هیڅوک  د څه ویلو حق نلري.

ولسمشر اردوغان وویل چې  زه  پخپله  د اروپا دریځ او چلند  صمیمي نه ګورم.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه ، که چیرې  دا کودتا بریالۍ شوي وی  په زرګونو تنه به شهیدان شوي وی. د همدې امله  مونږ  د خلکو په غوښتنو سترګې پټولی نشو. نن ورځ چې مونږ  هر میدان  او هرې غونډې ته  ځو  خلک زمونږ نه  د اعدام  د سزا  د بیا راوستولو غوښتنه کوي. چارواکي ته ویلی نشي چې ستاسې غوښتنه نه منو . که چیرې داسې ووایي د خلکو او دولت ترمنځه واټن پیدا کیږي.

هغه وویل چې  مونږ د اروپايي ټولنې په دریځ او چلند باوري نه یو.

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې  داسې ادعاګانې شتون لري چې  ځیني وخت  تاسې د خپلې خوښې  پریکړې کوۍ، پدې اړه تاسې څه وایاست ؟ وویل ! دا ادعاګانې څوک کوي؟ ایا زه  د داسو پریکړو صلاحیت لرم؟ « زه  د ترکیې پاچا نه یم ، جمهور ریس یم، د ولس  مشر  یم. منتخب ولسمشر یم. د ترکیې د ۵۲ سلنه خلکو په رایو ټاکل شوی ولسمشر یم. په ترکیه کې شاهي نظام  شتون نلري. جمهوري نظام  دی. دلته هر ګام  او هره پریکړه د حقوقو په چوکاټ کې  اخیستل کیږي.

د همدې امله  مونږ د خلکو غوښتنې ردولی نشو. »

ولسمشر اردوغان  د خبریال  ددې خبرې په ځواب کې چې د هیواد په دننه او بهر کې ډیر ځواکمن  ولسمشر یاست  ، وویل !  ځواکمن  ولسمشر کیدل  انسان ته د هیواد د اساسي قانون نه بهر د ګام پورته کولو صلاحیت نه ورکوي، په هر حال کې باید د خلکو غوښتنو ته  لبیک وویل شی. که چیرې مونږ  د خپلې واکمنۍ پر مهال د خلکو په غوښتنو سترګې پټې کړې وې دې ملت  د ۵۲ سلنو رایو سره د ولسمشر په توګه نه ټاکلم.

ولسمشر اردوغان  د سوري کډوالو په برخه کې  په اروپا نیوکې وکړې او وویل چې  ټولنې د سوري کډوالو په برخه کې د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل ندی کړی.

ترکیې د کډوالو په برخه کې  په کړو ټولو ژمنو ولاړه ده. ترکیه نن ورځ د څه باندې  ۳ میلیوو تنو سوري او عراقي کډوالو کوربه توب کوي. ترکیې  تر اوسه پورې پدې کډوالو څه باندې  ۱۲ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي. د ترکیې مدني او ملکي تولنو په میلیونو ډالره په کډوال مصرف کړي دي. خو اروپا  تر اوسه پورې  پدې برخه کې  کومه مالي مرسته نده کړې.

ترکیې د اروپا سره  پدې اړه تړون لاسلیک کړ  او ددې تړون په بدل کې د ترکیې سره  د ۳ میلیاردو ایرو ژمنه وکړه. ددې مرستې نه يي یواځې په سمبولیک ډول سره یوه برخه  راولیږله او بس. ترکیې د کډوالو په برخه کې  اروپا د لویې ستونزې نه  خلاصه کړې ده . که چیرې  ترکیې  دا کډوال د اروپا پر لورې  خوشې کړي وای  څه راپیښیدل.

اروپا د کډوال د بیرته منلو د تړون په بدل کې د ترکیې وګړو ته د شینګڼ د ویزو د معافیت ژمنه وکړه  خو تر ننه پورې پدې اړه یو ګام هم  ندی پورته کړی.

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د ځینو اقتصادي ستونزو په اړه  ادعاګانې رد کړې او وویل چې  انشاالله داسې کومه ستونزه شتون لري او د پخوا په څیر پانګه اچونې  دوام لري.

 



اړوند خبرونه