په ترکیه کې د کودتاچیانو د نیولو لړۍ  دوام لري.

په ترکیه کې کودتاچیان یو د بل پسې نیول کیږي.

531000
په ترکیه کې د کودتاچیانو د نیولو لړۍ  دوام لري.

 په ترکیه کې د کودتاچیانو د نیولو لړۍ  دوام لري.

د ترکیې  د کوماندو د ۱۱م غنډ قومندان  او د دینیزلي ولایت د ګارنیزون  قومندان  برید جنرال  اوزباقر ونیول شو.

د ترکیې امنیتي ځواکونو  د فتح الله ګولن  ترهګرې ډلې لخوا د ناکامې کودتا  نه وروسته  د کودتاچیانو په نیولو پیل کړی دی. پدې لړ کې  برید جنرال اوزباقر هم  د یاد شوي ترهګريز سازمان  د پلوۍ  او د کودتا  د تشبص  په تور ونیول شو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د ترکیې د دیینیزلي ولایت  څارنوالۍ  د کودتا د تشبص  په تور  د پيل شوو تحقیقاتو په چوکاټ کې  د ۱۰۵ تنو افسرانو  او ۵۱۵ تنو سرتیرو د نیولو امر وکړ.

د دینیزلي ولایت امنیتي ځواکونو  د ګارنیزون قومندان برید جنرال کامل ازخان  اوزباقر ونیوه.

نیول شوي  جنرالان ، فسران او عسکر  په بسونو کې  د دینیزلي ولایت د امنیې قومندانۍ ته  یوړل شول.

د یادولو وړ ده چې  د هیواد د بالکیسیر ولایت  د جنګي جیټ الوتکو د ۹مې هوايي هډې  قومندان برید جنرال اسحاق دايي اوغلو هم  نیول شوی دی.


پيوندونه: #ترکیه , #کودتا , #عسکر

اړوند خبرونه