د ترکیې ولسمشر د عدالت او پراختیا ګوند نوی مشر د نوي حکومت جوړولو په دنده وګماره

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوی مشر بن علي یلدرم ته  د نوي حکومت د جوړولو  دنده  ورکړه.

495850
د ترکیې ولسمشر د عدالت او پراختیا ګوند نوی مشر د نوي حکومت جوړولو په دنده وګماره

د عدالت او پراختیا د ګوند لخوا تیره ورځ  د نوي مشر  د ټاکلو نه وروسته د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو پرون  ماښام  د ۶ بجو په ساعتونو کې  د ولسمشر اردوغان سره  د لیدنې پر مهال  خپله او د کابینې استعفا  وړاندې کړه. ولسمشر اردوغان  د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو استعفا ومنله او د هغه  نه يي د نوي حکومت  تر جوړیدو  د لومړي وزیر په توګه  دندې ته د دوام  ورکولو غوښتنه وکړه .

د ترکیې په ملي شورا کې د ازمیر د ولایت استازي  بن علي یلدرم په مشرۍ  د حکومت د جوړولو چارې  پرون  د ماښام په ساعتونو کې پیل شوې.

د عدالت او پراختیا ګوند نوی مشر بن علي یلدرم به  هر څه ژر  د کابینې  لست  جوړ د اعلانولو نه وروسته به يي د تایید په خاطر ولسمشر اردوغان ته  وړاندې کړي.

تمه کیږي چې  د نوې کابینې  لست سبا  د سې شنبې په ورځ  اعلان  او وروسته ولسمشر اردوغان ته  وړاندې شي. ولسمشر اردوغان په استانبول کې جوړه شوې د بشري سرمشریزې په خاطر  دوه ورځ  په استانبول کې تیروي.

ولسمشر اردوغان  انقرې ته د ستنیدو سره سم  به  د نوې کابینې  لست  ورته  وړاندې شي.

د بله پلوه  د عدالت او پراختیا ګوند  نوي مشر او د حکومت د جوړولو په دنده  ګمارل شوي  بن علي یلدرم ته  د مبارکۍ  پیغامونه  راروان  دي.

اروپايي ټولنې د عدالت او پراختیا د ګوند د نوي مشر او د حکومت د جوړولو په دنده د ګمارل کیدو له امله بن علي یلدرم ته د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو عالي استازې  فدریکا موګیریني او د اروپا په کمیسیون کې  د ګاوندیو سیاستونو او پراختیا د مذاکرو مسول  یوهانس هین په ګډه  د مبارکۍ  پیغام خپور کړ.

پدې پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  په سیمه او نړۍ کې  د روانو ستونزو په مقابل کې  په ګډه  د کار کولو  او د نوامبر په میاشت کې  د لومړي ځل لپاره  د اروپا او ترکیې د عالي سرمشریزې  د ترسره کولو  او په هره برخه کې په ګډه د کار کولو او همکارۍ  هیله لرو.



اړوند خبرونه