اروپا د ترهګرۍ سره په مبارزه كې صميمي نه ده.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په تركيه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې د اروپايي ټولنې دريځ وغندلو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په تركيه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې د اروپايي ټولنې دريځ وغندلو.
اردوغان وويل چې `` كه چېرې اروپايي ټولنه `له سياسي پلوه` دومره كوچنۍ شوي وي چې د تركيې د جمهوريت پر ځاى د پې كا كا ترهګره ډله د خپل مخاطب په توګه مني، نو زموږ لپاره كومه ستونزه نه لري. ځكه چې په هغه سترګه چې موږ ترهګرې ډلې ته ګورو، ددې ډلې ملاتړ كوونكو ته هم په همدې سترګه ګورو.``
اردوغان چې په انقره كې د `` تركيې په سياسي تاريخ كې د ملي او ځايي ارادې`` تر عنوان لاندې غونډې كې خبرې كولې وويل چې ``اروپايي ټولنه د ترهګرۍ سره په مبارزه كې صميمي نه ده. هغه كسان چې د كيليس ښار ته اهميت نه وركوي، د حلب ښار ته اهميت نه وركوي، موږ هم ددې حق لرو چې ورته اهميت ورنكړو. د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د تركيې د دريځ په اړه نيوكې نه د اتفاق د حقوقو سره او نه هم د اخلاق سياست سره اړخ لګوي. د دوى دا كاره په ښكاره توګه دوه مخي ده.``
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.