په ختيځ كې د يو سرتيري شهادت

د تركيې په ختيځ كې د ديار بكر د ولايت په مربوطاتو كې د سرحدي ځواكونو د موټرو پر كاروان باندې د جدايي غوښتنې ترهګرې ډلې پې كا كا د بريد په پايله كې يو تن تركي سرتېرى شهيد او د ملكي وګړو په ګډون ۲۶ تنه نور ټپيان شول.

482400

د همدې ولايت د ديجلې د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د پوليسو يو موټر هم د ماين په واسطه والوزول شو چې په پېښه كې ۳ تنه پوليس ټپيان شول.

د بله پلوه په سيمه كې د ترهګرو ډلو د ځالو د موندلو او له منځه وړلو په موخه پراخه تصفيوي عمليات روان دي.

پيوندونه: #شهيد , #ترهګر , #شهادت

اړوند خبرونه