ترکیې ته د نوي نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د تسلیمولو نيټه معلومه شوه

د ترکیې هوايي ځواکونه په نوي نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو باندې سمبالیږي

479038
ترکیې ته د نوي نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د تسلیمولو نيټه معلومه شوه

ترکیې ته  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو  د تسلیمولو نيټه معلومه شوه.

د اف ۳۵ ډوله تعرضی جنګي الوتکو د مشترک  پروګرام  مسول  امریکايي قومندان جنرال کرستوفر بوګدان  د امریکا د مشرانو مجلس  د وسله والو خدماتو کمیټې ته  د اف ۳۵ ډوله تعرضي الوتکو د مشترک  پروګرام په اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د امریکا  او انګلستان په مشرۍ پدې پروژې  چې  ۹ هیوادونه  سره په ګډه   پرې په ۲۰۰۵ کال کې  کار پیل شوی دی د الوتکو د تسلیم  چارې دوام لري. هغه  وویل چې تیر کال  د همدې پروژې په چوکاټ کې تولید شوې  ۴۵ اف ۳۵ ډوله الوتکې  د پروژې  شریکانو هیوادونو ته  وسپارل شوې. هغه زیاته کړه چې  تر ۲۰۱۸ کاله  به  ۱۰۰ نورې الوتکې تولید  د پروژې شریکانو ته  به  وسپارل شي. هغه وویل چې  د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو په موده کې به وروستۍ  ۱۴۵ الوتکې  تولید  او پروژه به سرته ورسیږي.

امریکايي قومندان بوګدان  وویل چې  په راتلوونکو څلورو کلونو کې به د اف ۳۵ ډوله الوتکو د سرویس  او مراقبت  په خاطر د نړۍ په ۱۷ نقطو کې  هډې  جوړې کړي.

د ویلو ده چې  اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې به  ترکیې ته  په ۲۰۱۷ کال کې  وسپارل شي. اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د اف ۱۶ او اف ۱۸ جنګي الوتکو په پرتله  څلور برابره  لا اغیزمنې  او په پرمختللې تکنالوژۍ  سمبال دي. دا الوتکې هم د هوا نه هوا  ته  او هم د هوا نه مځکې  ته  د بریدونو ظرفیت لري.

اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې  په اصل کط  په ۱۹۹۰ کلونو کې  طرحه  او ډیزاین شوې چې  دا پروژه په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا او انګلستان په مشرۍ  سرته ورسول شوه.

ترکیې  په ۲۰۰۲ کال کې پدې پروژه کې  ونډه واخیسته. همداشان پدې پروژه کې د ترکیې سربیره  استرالیا، کاناډا، ډنمارک، ایټالیا، هالنډ، ناروې، انګلستان، جرمني او امریکا  ګډ شراکت لري. همداشان  دا الوتکې به  ددې نهو هیوادونو سربیره  په اسراییلو ، جاپان او سویلي کوریا هم  وپلورل شي.

الوتکې  د نوموړو هیوادونو  د غوښتو په اساس  تولیدیږي. ترکیې د ۱۰۰ الوتکو  فرمایش ورکړی  چې  د نوموړو سلو الوتکو نه لومړنۍ  چوپه به يي په ۲۰۱۷ کال کې ترکیې ته وسپارل شي.



اړوند خبرونه