د ترکیې د بورسا ولایت د اولو تاریخي جامع جومات په مخکې ځانمرګی برید وشو
ترهګرو داځل د ترکیې د بورسا په ولایت کې د تاریخي جومات په مخکې ځانمرګی برید وکړ
![د ترکیې د بورسا ولایت د اولو تاریخي جامع جومات په مخکې ځانمرګی برید وشو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d30d/2ece/6bf3/5720e107032f9.jpg?time=1718465425)
د ترکیې د بورسا په ولایت کې د اولو تاریخي جامع جومات په مخکې ځانمرګی برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې لخوا شوی دی چې پدې برید کې یواځې برید کوونکې ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بورسا والي د پیښې په اړه وویل چې برید د یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې لخوا شوی دی چې له امله يي لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې په برید کې یواځې برید کوونکې وژل شوې ده.
د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر امبولانسونه او پولیس سیمې ته واستول شول. سیمه د احتمالي بلې چاودنې له امله د پولیسو لخوا محاصره شوه. پیښه د مازیګر د لمانځه نه ۴۰ دقیقې وروسته په ۵ بجو او ۲۵ دقیقو کې رامنځته شوه.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718465425)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718465425)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.