د ترکیې د ولسمشر ویاند: د ۱۹۱۵ کلونو تاریخي پیښو په اړه یو پلوی قضاوت کیږي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند  ابراهیم کالن  وویل چې  د ۱۹۱۵ کال د تاریخي  پیښو په اړه  یو پلوی  قضاوت  کیږي  په زور سره  يي د تحمیلولو هڅه کیږي.

477686
د ترکیې د ولسمشر ویاند: د ۱۹۱۵ کلونو تاریخي پیښو په اړه یو پلوی قضاوت کیږي.

هغه وویل چې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه باید  عادله قضاوت وشي  او ګډ درد او غم په توګه  باید ورته وکتل شي.

راتلونکي ته باید  د دوستۍ  له نظره وکتل شي. د هیواد د ولسمشر ویاند ابراهیم کالن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د ترکیې او اسراییلو ترمنځه  د اړیکو د نورمالیدو اړوند  د روانو هلو ځلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې  ً پدې اړه جدي پرمختګ شوی دی او دا هلې ځلې په وروستي پړاو کې  قرار لري. هغه وویل تمه کیږي  چې  د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځه  په نږدې راتلونکې کې  یو ځل بیا خبرې وشي.

ابراهیم  کالن وویل چې د اسراییلو سره د اړیکو د نورمالیدو په خاطر ترکیې خپل شرطونه وړاندې کړي ول چې  ډیری يي منل شوي. همداشان  تمه کیږي چې د اسراییلو حکومت د غزې او فلسطین په خاوره کې د انساني حالاتو د ښه کیدو په خاطر  ځیني مهم  ګامونه پورته کړي.

ابراهیم کالن د اسراییلو د حکومت سره  د ماوي مرمرې د پیښې قربانیانو ته  د غرامت ورکولو  او د غزې  د محاصرې د لرې کولو  په اړه  مطابقت  شوی دی او تمه کیږي چې پدې اړه  د یو تړون د لاسلیک نه وروسته  د اړیکو د نورمالیدو په اړه وروستي ګامونه پورته شي  او دا بهیر رسمآ پیل شي.

د ولسمشر ویاند  پدې خبري ناسته کې  د مسکو سره  د اړیکو په اړه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې  ترکیه د مسکو سره په اړیکو کې ځیني مهمو ګامونو پورته کولو ته تیاره ده. ترکیه نه غواړي چې د روسیې سره  اړیکې د یوې پیښې قرباني کړي.

هغه وویل چې له بده مرغه د نوامبر په ۲۴مه نیټه  د ترکیې لخوا د روسیې د الوتکې د ویشتو نه وروسته  روس  پلو  هیڅډول ګام نه پورته کوي.

د ولسمشر ویاند  په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړیدو  د اوازو  په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په اصل کې  په سوریه کې یواځې د باامنه سیمې جوړیدل کافي ندي. د سوریې په پولو کې  په سیمه باید  الوتنې هم  منع اعلان شي. دا  ډول اقدامات به د هر څه نه مخکې  د سوریې نه  نورو هیوادونو ته د کډوالۍ د بهیر مخه ونیسي. د ولسمشر ویاند  وویل چې  د اسد رژیم  نن ورځ  د کډوالو د مسلې نه  د یو فرصت  په توګه استفاده کوي او د کډوالۍ اصلي لامل هم  د اسد رژیم دی.

هغه وویل چې  د ترکیې لخوا د داعش پر خلاف روانه مبارزه به داوم وکړي. ترکیې  نن ورځ  څه باندې ۴۱ زره تنه بهرنیان چې د داعش سره  اړیکې لري   ممنوع الدوخل کړي دي. همداشان  تر اوسه پورې ۲۷۷۷ تنه  داعشیان  په ترکیه کط نیول شوي دي چې  ۹۵۴ تنه يي زندانونو ته او پاتې کسان  خپلو خپلو هیوادونو ته  سپارل شوي دي.



اړوند خبرونه