د ولسمشر اردوغان څرګندونو د بلجیم او هالنډ د حکومتونو پر خلاف سخت غبرګونونه پارولي دي

ترکیې د بروکسل د برید کوونکو نه یو تیر کال سوریې ته د تلو پر مهال ونیو او د ترکیې د پولو نه يي وویسته.

457911
د ولسمشر اردوغان څرګندونو د بلجیم او هالنډ د حکومتونو پر خلاف سخت غبرګونونه پارولي دي

دا څرګندونې د بلجیم د خونړیو بریدونو نه وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وکړې. د ترکیې ولسمشر وویل چې د بروکسل د برید کوونکو نه يي تیر کال سوریې ته د تیریدو پر مهال د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او د هیواد د پولو نه وویستل شو. ولسمشر اردوغان وویل چې د نوموړي برید کوونکي په اړه ترکیې دوه ځله د بلجیم حکومت ته خبرداری ورکړ.

د ولسمشر اردوغان دې څرګندونو د بلجیم د حکومت سربیره په هالنډ کې د حکومت پر خلاف د مخالفو ډلو سخت غبرګون پارولی دی.

د هالنډ مخالفې ډلې د حکومت نه پدې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده . د هالنډ حکومت د ولسمشر اردوغان د څرګندونو پخلی کړی دی او ویلي دي چې هو د برید کوونکو نه یو تن د ترکیې د غازي انتب په ولایت کې د نیول کیدو نه وروسته د ترکیې د پولو نه وویستل شو .

په هالنډ کې اسلام دښمنه سیاستوال او د ازادۍ د ګوند مشر ګیرټ ویلډرز پدې اړه د حکومت نه د پوره معلوماتو غوښتنه کړې ده . هغه د حکومت پر خلاف سخت غبرګون ښودلی او ویلي دي که چیرې د ترکیې د ولسمشر څرګندونې حقیقت ولري حکومت باید استعفا وکړي.

هالنډي سیاستوال چې دم ګړۍ په هالنډ کې ډیر زیات پلویان پیدا کړي دي د ټولنیزې مډیا له لارې په حکومت غږ کړی دی ً که چیرې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونې حقیقت ولري لومړی وزیر مارک روت باید استعفا وکړي.

همداشان د ولسمشر اردوغان ددې څرګندونو نه وروسته د بلجیم د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو استعفاګانې لومړي وزیر ته وړاندې کړې چې د هغه لخوا ندي منل شوي .

د ترکیې لخوا د بروکسل د برید کوونکو نه د یو داعش ډلې سره د یو ځای کیدو په تور د نیولو او بلجیم ته د سپارلو نه وروسته بلجیم دا کس خوشې کړ. ترکیې د دویم ځل لپاره د برید کوونکي په اړه بلجیم ته خبرداری ورکړ چې ددې امکان شتون لري چې دا کس هره شیبه او په هر ځای برید وکړي.


پيوندونه: #ترکیه , #بلجیم , #هالنډ

اړوند خبرونه