په ترکیه کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیول شوه
داعش غوښتل چې ترکیه یو ځل بیا په وینو ولړي چې مخه يي ونیول شوه
456275
د ترکیې د غازي انتب په ولایت کې لس تنه د داعش غړي ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول. د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې د داعش د غړیو لسو تنو ځانمرګیو برید کوونکو چې د سوریې نه ترکیې ته د ننوتو هڅه کوله ونیول شول. د نیول شوو لسو تنو داعشیانو نه یو تن په ځانمرګي واسکټ هم سمبال وو. د ترلاسه معلوماتو له مخې نوموړو داعشیانو غوښتل چې ترکیه یو ځل بیا په وینو ولړي خو له نیکه مرغه مخکې ددینه چې خپلې شومې موخې ته ورسیږي د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې د تیرې خالي ورځ د سهار په لسو بجو او ۵۵ دقیقو د استانبول تر ټولو په مشهور واټ استقلال کې ځانمرګی برید وکړ چې له امله يي ۴ تنه مړه او ۳۹ تنه نور ټپیان شول.
همداشان داعش ترهګرې ډلې نن د مارچ ۲۲ مه د اروپا په زړه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې په نړۍوال هوايي ډګر او د مترو په تم ځای کې درې چاودنې وکړې. پدې بریدونو کې ۳۴ تنه مړه او ۱۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.