اردوغان : لویدیځه نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې دوه مخي کوي

اردوغان د ترهګرۍ په مسله کې په لویدیځې نړۍ سختې نیوکې وکړې

453529
اردوغان : لویدیځه نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې دوه مخي کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلجیم لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې ته د اروپا د شورا د ودانۍ په مخکې د خیمو وهلو ته د اجازې ورکولو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ. ولسمشر اردوغان په بلجیم غږ وکړ چې په نسټوني کې ماران ساتۍ.

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د چناک کلا د ستر بري د ۱۰۱مې کلیزې په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې د وینا په ترڅ کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د بلجیم په ګډون د لویدیځې نړۍ په دوه مخۍ او صمیمت نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل ً هغه څوک چې د ترهګرې ډلې لتو رپولو ته اجازه ورکوي په اصل کې دوی د ماینونو نه په ډکه سیمه کې نڅا کوي . دا چې پدې ماین به څه وخت برابریږۍ سره ددې چې معلوم ندی خو نن وي او که سبا خامخا به پرې پورته کیږي . ً

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ څوک د ترکیې دولت او ملت ته فریب ورکولی نشي. هیڅوک دې زمونږ په سترګو کې د خاورو شیندولو هڅه نکوي. ولسمشر اردوغان په بلجیم غږ وکړ چې په نسټونو کې مو مارانو ته ځای ورکړی دی .

ولسمشر اردوغان وویل هر هغه څوک چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې صمیمي نوي او دوه مخي کوي په اصل کې دوی ترهګرو ته ځانونه تسلیم کړي دي.

د بله پلوه د بلجیم حکومت د ولسمشر اردوغان ددې سخت غبرګون نه وروسته په بروکسل کې د اروپا د شورا ودانۍ مخکې د پې کاکا ترهګرې ډلې خیمه ونړوله.

دا خیمه د هغه ودانۍ په مخکې درول شوې وه چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه پکې سرمشریزه جوړه شوې ده .

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په سرمشریزه کې د ګډون نه د مخه د بلجیم د پولیسو لخوا خیمه تشه کړه او په خیمې لګول شوي د ترهګرو عسکونه او بیرغونه ونړول شول.



اړوند خبرونه