روسي جنګي بېړۍ د تركيې غصه پارولې ده.
د روسيې د بحري ځواكونو اړوند يوه جنګي بېړۍ وروسته له هغې ناندريزه شوه چې د تركيې تر حاكميت لاندې په استانبول كې د باسفورس د تنګنا نه د تېرېدو پر مهال د يو تن روسي سرتيري لخوا پاروونكى اقدام وشو.
![روسي جنګي بېړۍ د تركيې غصه پارولې ده.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/6541778716russavasgemisibogazdangecti56644b976d514670x330.jpg?time=1718345272)
د روسيې د بحري ځواكونو اړوند يوه جنګي بېړۍ وروسته له هغې ناندريزه شوه چې د تركيې تر حاكميت لاندې په استانبول كې د باسفورس د تنګنا نه د تېرېدو پر مهال د يو تن روسي سرتيري لخوا پاروونكى اقدام وشو.
د بېړۍ د تېرېدو پر مهال يو روسي سرتېرى ليدل كيږي چې پر اوږه يې توغندى ايښى دى او د ګواكې د بريد لپاره تيارى نيسي.
تركي مقاماتو د بېړۍ پر سر د توغندي په اوږه روسي سرتيري د درېدو عمل يو پاروونكى اقدام وبللو او د روسي مقاماتو نه يې د لا زياتو معلوماتو غوښتنه وكړه.
د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو څرګنده كړه چې د بېړۍ پر سر د روسي سرتيرې لخوا په اوږه باندې د توغندي انتقال او يا د توغولو لپاره تيارى د هېواد ملي حاكميت ته سپكاوى او پاروونكى اقدام دى. چاوش اوغلو زياته كړه چې `` د روسي بېړيو لخوا د وسلې ښودل تحريك آمېزه حركت دى. هيله ده چې بيا تكرار نشي.``
د ترانسپورټ، بحري چارو او مخابراتو وزير بينالي ييلدرم هم دا اقدام وغندلو او زياته يې كړه چې په استانبول كې د باسفورس د تنګنا نه د نړۍ د ټولو سوداګريزو بيړيو تګ راتګ د مونترو د تړون په اساس آزاد دى.
د ييلدرم په وينا د روسي بېړۍ د تېرېدو پر مهال توغندى په اوږه د `` تيارى سئ!`` حالت د مونترو د تړون خلاف عمل دى. ييلدرم زياته كړه چې `` كه چېرې ښكاره خبردارى او پاروونكى اقدام تكرار شي نو تركي مقامات به هم اړوند تدابير ونيسي.``
اړوند خبرونه
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718345272)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.