د ټاکنو نه وروسته د ولسمشر او لومړي وزیر لومړئ لیدنه

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوامبر د لومړۍ نیټې د پارلماني ټاکنو او د عدالت او پراختیا ګوند د ستر بري نه وروسته د لومړي ځل لپاره لومړی وزیر احمد داوود اوغلو حضور ته قبول کړ.

408991

پدې لیدنه کې د ترسره شوو پارلماني ټاکنو په اړه خبرې وشوې.
لیدنې ۴۵ دقیقه دوام پيدا کړ.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په ترسره شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د پارلماني ټاکنو نه وروسته نن د لومړي ځل لپاره د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
په لیدنه کې د هیواد د حالاتو او پرمختګونو سربیره د ترسره شوو پارلماني ټاکنو په اړه خبرې وشوې.
د بله پلوه د هیواد د صدارات ماڼۍ لخوا په ترسره شوو څرګندونو کې راغلي دي چې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان سره لیدنه وکړه.

پيوندونه:

اړوند خبرونه