ترکي انجینیرانو دا ځل د پوځ لپاره د حرکت په حال کې سنګر جوړ کړ

ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د لا اغیزمنې مبارزې او ترهګرو هر ډول بزدلو او خاینو بریدونو نه د وسله والو ځواکونو د ژغورنې په خاطر نوو وسلو او مهماتو جوړولو ته دوام ورکوي.

336540
ترکي انجینیرانو دا ځل د پوځ لپاره د حرکت په حال کې سنګر جوړ کړ

د ترکیې ملي دفاعي صنایعو دا ځل وسله والو ځواکونو ته د روانې کلا په نامه یو داسې زریهدار ګاډی جوړ کړی چې د سړک د غاړې د ماینونو او راکټي بریدونو پر وړانډې د پوره مقامت خاوند دی.
دا زریهدار موټرې په هغه سیمو کې چې د جنګي چورلکو ورته ورته ناممکنه وي په ډیره باامنه او ډاډمنه توګه د ځواکونو د انتقال په برخه کې ډیر مهم رول په غاړه واخلي.
د هیواد ملي دفاعي صنایعو د روانې کلا په نامه دا موټرې درې ډوله جوړې کړي دي.
پدې وروستیو کې په هیواد کې د ترهګریزو ډلو لخوا په لارو او سړکونو کې د بمونو د ځای په ځای کیدو له امله یو زیات شمیر سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ چې تیره ورځ لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د دښمنانو ددې چټلې لوبې د شنډولو په خاطر ، هر څه ژر ، په ځانګړې توګه په مهمو سیمو کې پوځونو ته د بې پيلوټه الوتکو په ګډون د هر ډول وسلو او مهماتو په اختیار کې د ورکولو هدایت ورکړ.



پيوندونه:

اړوند خبرونه