لومړي وزیر د نوي‌ حکومت جوړولو دنده بیرته ولسمشر ته اعاده کړه

د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د نوي‌ ایتلافي‌ حکومت جوړولو په اړه د نورو سیاسي‌ ګوندونو سره په مذاکراتو کې د مثبتې پایلې د نه ترلاسه کولو نه وروسته نن حکومت جوړولو دنده بیرته ولسمشر ته وسپارله

333266
 لومړي وزیر د نوي‌ حکومت جوړولو دنده بیرته ولسمشر ته اعاده کړه

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن  د ماښام په اتو بجو  لومړی وزیر  او د عدالت او پراختیا ګوند مشر احمد داوود اوغلو حضور ته قبول کړ.

د ویلو ده چې  لیدنې  یو ساعت او ۲۵ دقیقې  دوام  ورکړ. لیدنه  د مطبوعاتو نه  د بندو  دروازو ترشاه  ترسره شوه . د لیدنې نه وروسته  د ولسمشرئ  ماڼئ‌ د مطبوعاتي‌ مرکز لخوا څرګندونې  وشوې.

په څرګندونو کې  وویل شول چې  د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جولای په نهمه  د عدالت او پراخیتا د ګوند مشر او لومړي‌ وزیر احمد داوود اوغلو ته  د نوي‌ حکومت جوړولو  دنده  وسپارله. په ولسي‌ جرګه کې  د قونیې د خلکو استازي‌ او د عدالت او پراختیا ګوند مشر ښاغلي‌ احمد داوود اوغلو  نن  د ماښام  په ساعتونو کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې  ددې خبرې  په ټینګار وویل چې  په ولسي جرګه کې د باور د رایې د ترلاسه کوونکي‌ یو حکومت  د جوړولو په برخه کې  پاتې راغلی دی . د همدې امله  د حکومت  د جوړولو دنده  چې  د ولسمشر لخوا  دیته  سپارل شوې  وه  بیرته  ولسمشر ته اعاده کوي.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د نوي‌ حکومت  د جوړولو په برخه کې  د ښاغلي‌ لومړي‌ وزیر احمد داوود اوغلو د نه سټري‌ کیدونکو هلو ځلو نه مننه وکړه .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه