د ترکیې لومړی وزیر خپله دنده ولسمشر ته بیرته اعاده کوي
د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ویلي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا دې ته سپارل شوې د حکومت جوړولو دنده به بیرته ولسمشر ته اعاده کړي.
د یادولو وړ ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د پارلماني ټاکنو نه وروسته د جولای په ۹مه نیټه د عدالت او پراختیا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو چې په ولسي جرګه کې د نورو ګوندونو په پرتله ډیرې څوکۍ ګټلې وې د نوي حکومت د جوړولو په دندې وګماره.
د عدالت او پراختیا ګوند مشر او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د حکومت جوړولو په دندې د ګمارلو نه وروسته د جمهوریت خلق او ملیت پالو غورځنګ د ګوندونو سره د ایتلافي حکومت د جوړولو په خاطر مذاکرات وکړل خو له بده مرغه چې مثبته پایله يي ترلاسه نکړه.
د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو لومړی په ولسي جرګه کې د دویم لوی ګوند جمهوریت خلق ګوند سره د ایتلافي حکومت په خاطر مذاکرات پيل کړ چې په پای کې سره په تفاهم ونه رسیدل.
همداشان ددې سره يي د ملیت پالو د غورځنګ د ګوند سره هم د ایتلافي حکومت په خاطر مذاکراتو ته دوام ورکړ چې تیره ورځ يي د وروستي ځل لپاره د یاد شوي ګوند د مشر دولت باغچلي سره خبرې وکړې.
په وروستۍ لیدنه کې د ملیت پالو غورځنګ ګوند په ایتلافي حکومت کې د ګډون نه ډډه وکړه او مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې پاتې شول.
د هیواد لومړی وزیر احمد داوود اوغلو به نن د ماښام په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي.
تمه کیږي چې لومړی وزیر احمد داوود اوغلو پدې لیدنه کې د حکومت د جوړولو دنده بیرته ولسمشر اردوغان ته اعاده کړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.