داعش له سوریې له لورې په ترکي سرتیرو برید وکړ

داعش ډلې د سوریې له لورې په ترکي‌ ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې یو تن دلګی مشر شهید شو

346961
داعش له سوریې  له لورې  په ترکي سرتیرو برید وکړ

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د کلیس په ولایت کې  د داعش لخوا د سوریې له لورې په ترکیې د برید نه وروسته  د داعش  په موضع ګانو بریدونه پيل کړي‌ دي.

ویل کیږي‌ نن  د مازیګر  د ۴ بجو  په شاوخوا کې  د داعش د ډلې  پنځه تنه ترهګر  چې  په سپکو او درندو وسلو سمبال  ول  د سوریې  له لوري‌ د ترکیې  په سرحدي‌  ځواکونو  برید وکړ. په برید کې  یو تن دلګی مشر شهید  او ۴ تنه سرتیري‌ ټپیان شول.

د برید نه  سمدلاسه وروسته  د هیواد د وسله والو ځواکونو په متقابل  برید  لاس پورې کړ. ویل کیږي‌ په متقابل  برید کې د داعش  د ډلې  برید کوونکی  ترهګر  ووژل شو  او ۴ تنه نور په تیښته  بریالي‌ شو. سیمې  ته  څلور ټانکونه او اوبوس  توپونه  واستول شول. سیمه  د ترکي‌ ځواکونو لخوا  د برید لاندې نیول شوې ده . ترکي‌ ځواکونو  پدې بریدونه کې  د داعش  اړوند  ۴ موټرې  له منځه یوړې او یو شمیر وسلې  لاسته راوړې. 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه