د ترکیې د شانلي‌ اورفا په ولایت کې خونړئ چاودنه وشوه

د ترکیې د شانلي‌ اورفا ولایت د سورچ په ولسوالئ‌ کې د یو کولتوري‌ مرکز په مخ کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

382647
د ترکیې د شانلي‌ اورفا په ولایت کې خونړئ چاودنه وشوه

په ترکیه کې  د سوریې سره په پوله کې  په  شانلي‌ اورفا ولایت  کې  درندو چاودنه وشوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې  ۱۰ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  ګمان کیږي‌ چې  یو تن ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ د کولتوري‌ مرکز  په مخ  کې  ځان الوزولی وي. 

د پیښې  نه وروسته  یادې شوې ولسوالئ  ته  په لسګونو امبولانسونه  او اضافي‌ پولیس  او امنیتي‌ ځواکونه  استول شوي‌ دي. 

ویل کیږي  چاودنه  د عامارا د ځوانانو د کولتوري‌ مرکز  په مخ کې  شوې  ده. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه