اردوغان: ترکیه د نړۍ د ټولو مظلومانو لپاره د هیلو یو هیواد دی

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مظلومانو ته تل زموږ دروازې پرانیستې دي او تل به پرانیستي وي.

379082
اردوغان: ترکیه د نړۍ د ټولو مظلومانو لپاره د هیلو یو هیواد دی


ترکیې د تیرو ۵ کلونو راهیسې د عراق او سوریې نه راغلو څه باندې ۲ میلیونو تنو کډوالو ته غیږ پرانیستې ده. همداشان ترکیې د تیرو پنځو کلونو راهیسې په هیواد کې په میشتو سوري او عراقي کډوالو څه باندې ۶ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي.
ولسمشر اردوغان چې ترکیې په ډیر ویاړ او سر لوړۍ سره د نړۍ د مظلومانو کوربه توب کړی دی او ددینه وروسته به يي هم وکړي. ولسمشر زیاته کړه چې ترکیه په نړۍ کې یواځنی هیواد دی چې د مظلومانو ځپل شوو خلکو لپاره د امید دروازه ده . ترکېې هم خپل دا مسولیت په ډیر بریالیتوب سره سرته رسولی او رسوي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې زموږ دروازې تل ټولو مظلومانو پر مخ پرانیستي دي. ترکیه دا ټول د خپلو نیکونو او تاریخ نه د اخیستي الهام او سبقونو له مخې کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه نن ورځ په نړۍ کې یواځنی هیواد دی چې پدې اندازه کډوالو کوربه توب کوي. ولسمشر وویل ټوله نړۍ پدې ښه پوهیږي او ترکیه ستایي. ولسمشر زیاته کړه د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنر انتونیو ګوتیرز یوه لنډه موده د مخه ترکیې ته راغلی وو او د هغه سره مو یو ځای د کډوالو د کمپونو نه لیدنه وکړه او د کډوالو سره مې روژه ماتې وکړ. نوموړي پدې روژه ماتي کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې زه په اصل کې د شرم او خجالت احساس کوم ځکه چې ما تر اوسه پورې په نړۍ کې پدې اندازه منظم او مکمل د کډوالو کمپونه لیدلي ندي. تر اوسه پورې ما د نړۍ په یو زیات شمیر سیمو کې د کډوالو د کمپونو نه لیدنه کړې ده خو د ترکیې د کمپونو سره يي مقایسه کول ناممکنه خبره ده .
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې یواځې کډوالو ته د اوسیدو کمپونه ندي جوړ کړي بلکې ددې سره سره کډوالو ته ډوډۍ، اوبه، جامې، روغتیايي خدمات، ښوونځي جوړ کړي دي. د کډوالو ټولې اړتیاوې پوره کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه