د افغان کډوالو قاچاقبران په ترکیه کې د کلیوالو لخوا ونیول شول

د ترکیې د چناک کلا په ولایت کې د افغان کډوالو قاچاقبران چې غوښتل يي ۳۳ تنه افغان کډوال په لوی لاس مرګ ته واستوي ونیول شول د خپل سزا په اعمالو ورسول شول

379154
د افغان کډوالو قاچاقبران په ترکیه کې د کلیوالو لخوا ونیول شول

د ترکیې د چناک کلا ولایت د ایوه جک په ولسوالۍ کې د ناقانونه افغان کډوالو قاچاقبران د کلي د خلکو لخوا د نیول کیدو نه وروسته د عبرت عالم په خاطر يي د کلي په میدان کې د برښنا د ستنو پورې وتړل.
تیره ورځ د ترکیې د چناک کلا ولایت د ایوه جک په ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۳۳ تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول. پولیس سیمې ته د راتلو سره سم د نوموړو کډوالو قاچاقبران چې یو تن افغان او یو تن پولیس په ګډون ۴ تنه د سیمې نه په تیښتته بریالي شول.
د قاچاقبرانو د تیښتې نه وروسته د کلي خلکو د نوموړو د نیولو په خاطر په پلټنې پیل وکړ چې وروسته قاچاقبرانو د کلي په خلکو ډزې وکړې.
د کلي خلکو د قاچاقبرانو نه دوه تنه ونیول او عبرت عالم په خاطر يي د کلي په میدان کې د برښنا د ستنو پورې وتړل. همداشان دوه تنه نور بیا د پولیسو لخوا ونیول شول.
په نیول شوو قاچاقبرانو کې یو تن پولیس او یو تن هم د افغانستان وګړي شتون درلود. قاچاقبران د پولیسو لخوا د نیول کیدو نه وروسته د څیړونو نه وروسته نوکريوالې محکمې ته حاضر کړل چې د محکمې لخوا زندان ته واستول شول.
همداشان نیول شوي ناقانونه افغان کډوال چې په لوی لاس مرګ ته استول کیدل د سیمې د امینې قومندانۍ د بهرنیو وګړو څانګې ته وسپارل شول.
د کلي خلکو ویلي دي چې دې قاچاقبرانو ددینه وړاندې هم یو زیات شمیر افغان او سوري کډوال په لوی لاس مرګ ته استولي وو. قاچاقبران کډوال په زړو او خرابو کښتیو کې سپروي او د سمندر ته يي خوشې کوي.
یوه اوونۍ د مخه هم په سیمه کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه چې له امله يي ۳۰ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
نیول شوي ناقانونه کډوال د څیړونو او قانوني مراحلو د سرته رسیدو نه وروسته د ترکیې د پولو نه ویستل کیږي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه