احمد داوود اوغلو: عدالت او پراختيا ګوند د ټاكنو ګټونكى دى.
د لومړي وزير داوود اوغلو څرګندونې
د تركيې لومړي وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو په انقره كې د خپل ګوند په مركز كې د وينا پر مهال وويل چې ګوند يې په ټاكنو كې لومړى مقام ګټلى دى.
داوود اوغلو وويل چې`` د عدالت او پراختيا ګوند اوس هم په پارلمان كې تر ټولو زياتې چوكۍ ترلاسه كړي دي.`` داوود اوغلو پر مخالفو ګوندونو باندې د `بې ځايه` خوشاليو د كولو تور ولګولو او څرګنده يې كړه چې اكثريت زموږ په برخه دى.
لومړي وزير داوود اوغلو زياته كړه چې د ټاكنو پايلې د ملت اراده ده. دې ارادې ته بايد هر څوك په درناوى ولري.
د داوود اوغلو په وينا ګوند به يې د تركيې لوديځ د ختيځ سره لا زيات نږدې كړي. ټاكنو وښودله چې د عدالت او پراختيا ګوند د تركيې د ملا تير دى. ``هيچا ته به اجازه ورنكړل شي چې په هېواد كې حضور او استقرار ته ګواښ رامنځته كړي.
لومړي وزير په پاى كې په ټولو سياسي ګوندونو باندې غږ وكړ چې د يو ديموكراتيك اساسي قانون د تصويب لپاره بايد ټول اوږه په اوږه كار وكړو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.