په بلجیم کې د ګوند د ویستل شوې د ولسي جرګې د غړې په ملاتړ مظاهره

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لور سمیه اردوغان د بلجیم د ولسي جرګې غړې ماهې نور اوزدیمیر په خاطر په جوړه شوې مظاهره کې ګډون وکړ

300730
په بلجیم کې د ګوند د ویستل شوې د ولسي جرګې د غړې په ملاتړ مظاهره

 د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لور سمیه اردوغان په بلجیم کې د ارامنه تش په نامه د عام وژنې په رسمیت نه پيژندولو له امله د ګوند نه د ویستل شوې د بروکسل د ولسي جرګې غړې ماهې نور اوزدیمیر په خاطر په جوړه شوې مظاهره کې ګډون وکړ.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ د بلجیم د ولسي جرګې غړې په خټه ترکه ماهې نور اوزدیمیر د ارامنه تش به نامه د عام وژنې د ادعاګانو د نه منلو په بهانه له ګونده وویستل شوه . د نوموړې په خاطر تیره ورځ په استانبول کې د بلجیم د جنرال قونسګرۍ په مخکې یوه لویه مظاهره جوړه شوه.
دا مظاهره د ترکیې د ښځو او ډیموکراسۍ د ټولنې په مشرۍ او د لسګونو مدني ټولنو او سازمانونو د غړیو په ګډون جوړه شوه . پدې مظاهره کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لور سمیه اردوغان هم ګډون کړی وو.
مظاهره کوونکو موږ ټولې ماهې نور یو او ماهې نور اوزدیمیر زموږ ویاړ ده، ټوله ترکیه د ماهې نور ملاتړې ده او ماهې نور ځانته نده په څیر شعارونه ورکول.
په مظاهره کې د ښځو او ډیموکراسۍ د ټولنې مشرۍ سارا ایدن د مظاهره کوونکو په مشرۍ په وینا کې وویل چې بلجیم د بشر دوستانو مرکزي ډیموکراټ ګوند لخوا تش په نامه د ارامنه د عام وژنې د ادعاګانو د نه منلو په خاطر د ماهې نور اوزدیمیر له ګونده ویستل په کلکه توګه غندو.
نوموړې په افریقا کې د بلجیم د هیواد لخوا د ترسره شوې عام وژنې نه په یادونې سره وویل چې داسې ښکاري چې د بلجیم پارلمان پرته ددې چې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند څیړنې وکړي داسي یوه سیاسي پریکړه کړې ده . په بلجیم کې د ولسي جرګې یوه غړې چې د خلکو په ازده رایو ټاکل شوې ده او وینا د ازادۍ د حق نه کار اخلي جزايي کیږي او له ګونده ویستل کیږي.
نوموړې وویل چې دا پریکړه یوه سیاسي پریکړه او په بلجیم کې د اسلام فوبیا یا اسلام سره د دښمنۍ یوه بله ښکاره بیلګه ده . ددې په هیله چې دا ګوند هر څه ژر په خپله پریکړه بیا کتنه وکړي.
پدې مظاهره کې ګډون کوونکي د ښځو او دیموکراسۍ د ټولنې مرستیالې او د ولسمشر رجب طیب اردوغان لور سمیه اردوغان خبریالانو ته وویل چې ماهې نور اوزدیمیر د اروپا په مرکز بلجیم کې د خپلو هلو ځلو او بریالیتوبونو په پایله کې دې کچې ته رارسیدلې یوه سیاستمداره او د ولسي جرګې غړې ده .
سیمه اردوغان وویل چې په بلجیم کې د اوزدیمیر د وینا د ازادۍ، د فکر او حتا د سیاسي ازادیو مخه نیول شوې او پر وړاندې خنډونه جوړ شوي دي . موږ د میرمن ماهې نور اوزدیمیر په اړه شوې پریکړه په کلکو ټکو غندو . موږ تل د ډیموکراسۍ او ماهې نور تر څنګ یو.
سمیه اردوغان وروسته په استانبول کې د بلجیم د جنرال قونسل په بلنه قونسلګرۍ ته ننوته او د جنرال قونسل سره يي لیدنه وکړه . د لیدنې نه وروسته سیمه اردوغان یو ځل بیا خبریالانو ته وویل چې په لیدنه کې موږ خپلې غوښتنې د بلجیم جنرال قونسل ته وړاندې کړې تر څو يي د بلجیم حکومت، ولسي جرګې او د بشر دوستانو مرکزي ډیموکراټ ګوند چارواکیو ته ورسوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه