ترکیه کې  د افغان کډوالو د یوې بلې سترې فاجعې مخنیوی  وشو

د ترکیې د چناک کلا په ولایت کې ۴۸ تنه ناقانونه افغان کډوال چې اروپا ته يي د تلو هڅه کوله ونیول شول.

277001
ترکیه کې  د افغان کډوالو د یوې بلې سترې فاجعې مخنیوی  وشو

د ترکیې د چناک کلا په ولایت کې ۴۸ تنه ناقانونه افغان کډوال چې اروپا ته يي د تلو هڅه کوله ونیول شول.
د هیواد د چناک کلا د امنیتي سرچنو د خبر له مخې ۴۸ تنه افغان کډوال چې د ناقانونه لارو څخه ترکیې ته راداخل شوي ول او اروپا ته يي د تلو هڅه کوله ونیول شول.
یادې سرچیني ویلي دي چې سیمې د جاندارما ځواکونو د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته ځانګړي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ۴۸ تنه افغان کډوال ونیول شول.
په نیول شوو افغان کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري. یاد شوي کډوال د چناک کلا د ایوه جک په ولسوالۍ کې د زیتونو په یو باغ کې پټ شوي ول .
ویل کیږي د نوموړو کډوالو سره یوه وړه پلاستیک ډوله کښتۍ چې ګمان کیده په همدې کښتۍ کې د خپلو ځانونو په بیه په سمندر کې د خطراتو نه ډک سفر پيلولو ونیول شوه.
نیول شوي کسان د صحي معاینې د تیرولو نه وروسته د ایوه جک ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د بهرنیو وګړو څانګې ته وسپارل شول.
نیول شوي کسان به د څیړونو او قانوني مراحلو نه وروسته د ترکیې د پلو ونه وویستل شي.
افغان کډوالو ویلي دي چې په سمندر کې د سخت باد او هوا د خرابوالي له امله ونشو کولی چې مساپرت پيل کړي.
د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې د وان په ولایت کې ۳۳ تنه افغان کډوال چې د ناقانونه لارو څخه ترکیې ته راداخل شوي ول او ټول د سختې سړې هوا له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول د امنیتي ځواکونو لخوا د ګزمې پر مهال وموندل شول.
د نوموړو ۳۳ تنو نه ۷ تنو چې ۶ تنه يي ماشومان او یوه ښځه وړه د سړې هوا له امله چې یخ وهلي وو ژوند د لاسه ورکړی وو. د پاتو کسانو نه هم ۸ تنه نور هم د مرګ په حالت کې ول چې د ترکیې د امنیتي ځواکونو لخوا د موندولو نه سمدلاسه وروسته روغتون ته واستول شول.
امنیتي ځواکونو وویل چې د یوې بلې ډیرې لویې انساني فاجعې مخه ونیول شوه. که چیرې دې کډوالو پدې پلاستیک ډوله کښتۍ کې سمندر ته ښکته شوي وای د ژوندي پاتې کیدو چانس يي ډیر کم وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه