ولسمشر اردوغان كويټ ته په رسمي سفر روان شو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د كويټ د رسمي خبري آژانس سره په مركه كې وويل چې په منځني ختيځ كې د سولې او استقرار د ټينګښت په برخه كې د كويټ د هېواد سره همغږي لري.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د كويټ د رسمي خبري آژانس سره په مركه كې وويل چې په منځني ختيځ كې د سولې او استقرار د ټينګښت په برخه كې د كويټ د هېواد سره همغږي لري.
اردوغان څرګنده كړه چې د كويټ د چارواكو سره به د يمن، فلسطين او سوريې د چارو په ګډون د يو لړ سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو پر سر خبرې اترې وكړي. اردوغان څرګنده كړه چې دا سفر د روانو كړكېچونو د حل لارې په موخه ښه فرصت دى.
اردوغان وويل چې `` په يمن كې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف د ځواكونو د عملياتو نه ملاتړ كوو. د نظامي پړاو د پاى ته رسېدو نه وروسته د سياسي پړاو برياليتوب ځانګړى اهميت لري. پدې برخه كې تركيه هر ډول مرستې ته تياره ده.
اردوغان د شيعه حوثيانو نه هم غوښتنه وكړه چې په يمن كې په سياسي حل لاره كې د ګډون غوښتنه وكړه.
ولسمشر اردوغان په تركيه كې د سوري كډوالو په اړه وويل چې اوسمهال شاوخوا ۱،۷ ميليونه سوري كډوال په تركيه كې مېشت دي. تر اوسه پورې تركيې ۵،۵ ميليارده ډالره لګښټ كړى دى.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718460278)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718460278)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.