د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ملي شورا غړیتوب ته د نوماندۍ له امله له خپلې دندې استعفا وکړه
![د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/6811326625mitmstearistifa.jpg?time=1718511927)
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر فیدان تیره شپه خپله استعفا لومړی وزیر ته وړاندې کړه. د صدارات د ماڼۍ نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د حکان فیدان استعفا د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو لخوا منل شوې ده .
د یادولو وړ ده چې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان د ۲۰۱۰ کال د مې په ۲۵ نیټه په دنده پيل کړی وو. د ملی استخباراتو مشر حکان فیدان په پارلماني ټاکنو کې د ګډون له امله له خپلې دندې استعفا وکړه. د هیواد د ټاکنو عالي کمیسیون ویلي وو هر هغه څوک چې غواړي د ملي شورا د غړیتوب لپاره ځان نوماند کړي د فبروري تر لسمې نیټې باید له خپلې دولتي دندې استعفا ورکړي.
د هیواد د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان هم د ملي شورا د غړیتوب لپاره د نوماند کیدو په خاطر له خپلې دندې استعفا وکړه.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718511927)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718511927)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.