د نړۍ تر ټولو ګرانه بیه د واده کمیس په استانبول کې جوړ شو

204601
د نړۍ تر ټولو ګرانه بیه د واده کمیس په استانبول کې جوړ شو

د نړۍ تر ټولو ګرانه بیه د واده کمیس په استانبول کې جوړ شو. د ویلو ده چې دا کمیس چې ۵۵ کیلوګرامه وزن لري په دوه نیمو میاشتو کې جوړ شوی دی . کمیس چې د دوبۍ د یو شیخ په فرمایش جوړ شوی دی په جوړولو کې د ۹۰۰ عددو سرو زرو، زمرود، یاقوت او نورو قیمتي کاڼو نه کار اخیستل شوی دی . د کمیس بیه یو نیم میلیون ایرو ده. کمیس د هیواد د بورسا په ولایت کې د شیریتون په هوټل کې نندارې ته وړاندې شو.
دې کمیس د نړۍ تر ټولو د ګرانه بیه کمیس عنوان هم ترلاسه کړی دی .


کمیس په هندوستان کې د جوړ شوي ځانګړې ټوکر نه جوړ شوی دی . د نوموړي کمیس ګڼډونکې فتوش اکیلدز وویل چې یاد شوی کمیس يي په دوه نیمو میاشتو کې جوړ کړی دی. نوموړې وویل چې یو تن عرب شیخ زموږ نه د سروزرو د واده کمیس غوښتنه وکړه چې موږ ورته جوړ کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه